په هالنډ کې یوې ښځې او میړه په داوطلبانه ډول ځانونه ووژل

هالنډ لومړنی هیواد و چې په ٢٠٠٢ کې یې اوتانازي یا په خپله خوښه مرگ قانوني کړ

یوې هالنډۍ میرمن او میړه یې په داسې حال کې چې اولادونه یې تر څنگ ولاړ وو، په داوطالبانه توگه خپل ژوند پای ته ورسوه.

دا په هالنډ کې د "اوتانازي" یا پخپله خوښه مرگ تر ټولو تازه پیښه ده چې یو ځل بیا یې د رسنیو پام ځان ته اړولی دی.

نیک او تریز الدرهورست په ٩١ کلنۍ کې تصمیم ونیو چې له ژونده لاس واخلي. ددې دواړو نه یو یې هم په ناعلاجه ناروغۍ اخته نه وو، خو جسمي وضعیت یې په خرابیدو و.

نیک، پنځه کاله مخکې مغزي سکته وکړه او میرمن یې تریز د عقل په زوال اخته شوې وه. هغوی په ٢٠١٢ کې په داسې حال کې چې عقل سالم او بشپړه روغ وو تصمیم ونیو چې د خپل ژوند د پای ته رسولو لپاره له دې طریقې نه کار واخلي.

اوتانازي یا په خپله خوښه ځان وژنه څو کاله وشول چې په هالنډ کې رواج شوې خو د یو شخص ددې هیلې منل اوږده او مشکله پروسه لري او اکثر غوښتنې رد کیږي.

د هالند د قوانینو له مخې یواځې په هغه صورت کې چې یو ناروغ د "نه تحمل کیدونکي او بې درمانه درد" نه رنځیږي په خپله خوښه مرگ لپاره یې غوښتنلیک منل کیږي.

هالنډ لومړنی هیواد و چې په ٢٠٠٢ کې یې اوتانازي یا په خپله خوښه مرگ قانوني کړ او ډاکترانو ته یې اجازه ورکړه چې ناعلاجه ناروغانو ته د ځان وژنې درمل ورکړي.

داوطلبانه مړینه چې په هغه کې ډاکتر د بیمار په رضا د هغه سره په آرامه مړینه کې مرسته کوي په هالنډ، بلجیم، کولمبیا، لوکزامبورگ قانوني دي. دا طریقه د امریکا د متحده ایالاتو په ځنو ایالتونو کې هم قانوني بڼه لري.

د اسلام دین او یو شمیر نور دینونه "اوتانازي" یا په خپله خوښه ځان وژنه جایز نه گڼي او یواځې د هغې انفعالي بڼه یعني په ډیرو نادرو پیښو کې د درملنۍ نه لاس اخیستل جایز گڼي.