د ښار جوړونې وزارت ۱۲ کار کوونکي د اداري فساد په تور ونیول شول

یاد کسان د درنو جرمونو پر وړاندې د مبارزې پولیسو لخوا نن غرمې مخکې نیول شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د رشوت اخیستلو په تور د ښار جوړونې وزارت د وو چارواکو په ګډون د یاد وزارت د لسو کار کوونکو د نیول کېدو خبر ورکړ.

د کورنیو چارو وزارت نن شنبه فبروري ۲۰ ( کب دوهمه) ویلي چې د درنو جرمونو پر وړاندې د مبارزې پولیسو دغه کسان نیولي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي چې په نیول شویو کسانو کې د ښار جوړونې وزارت مالي او ادارې لوی رئیس، د تدارکاتو لوی رئیس او لس تنه کارکوونکي شامل دي.

ښاغلي ارین زیاته کړې: "د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د اختلاس او همدارنګه له خپلې دندې د ناوړه ګټې په تړاو نیولي دي. د درنو جرمونو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د کشفي او اوپراتیفي موندنو له مخې، نیول شویو کسانو د ښار جوړونې وزارت په تړونونو کې میلیونونه افغانۍ حیف او میل کړې دي."

د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین عبدالصبور قانع هم نن د لوړپوړو امنیتي چارواکو په مطبوعاتي کنفرانس کې وویل چې د درنو جرمنو پر وړاندې د مبارزې پولیسو په دې وروستیو کې په ننګرهار او هرات ولایتونو کې هم یو شمېر مسؤلین د فساد په تور نیولي دي.

وزارت تیره اونۍ د فسار په تور د هرات ولایت د تور غونډۍ بندر د څلورو چارواکو د نیولو خبر ورکړ.

په دې وروستیو کې لویې څارنوالۍ د رشوت اخیستلو په تور د مشرانو جرګې درې غړو او د روغتیا وزارت د درې تنه کار کوونکو د نیول کېدو خبر ورکړ.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو سفارت روانه میاشت له افغان چارواکو څخه وغوښتل چې د اداري فساد مخنیوي برخه کې هڅې چټکې کړي.