د افغانستان دفاع وزارت وايي د پکتیا ولایت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د طالبانو په برید کې ۱۴ افغان سرحدي سرتیري وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
د دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان نن جمعه مۍ۲۹(غبرګولې۹) ویلي چې دغه پېښه تیره شپه شوې ده.
د افغانستان دفاع وزارت ویلي چې په دغه نښته کې وسله والو طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې ده او بریدونه یې پر شا تمبول شوي دي.
ښاغلي امان په دې اړه پرخپل ټوېټر کې لیکلي چې طالبانو په دغه برید سره اوربند مات کړی دی.
تيره شپه وسله والو طالبانو د اوربند په نه مراعتولو سره د پکتيا ولایت د ډنډ پټان ولسوالۍ اړوند د سرحدي ځواکونو په پوسته ډله ایز بريد وکړملي امنيتي ځواکونو له خوا دغه ډلیز بريد په شا تمبول شوی چې دښمن ته پکې درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
— Fawad Aman (@FawadAman2) May 29, 2020
د یادونې وړ ده چې دوې ورځې مخکې په پروان ولایت کې هم د طالبانو په برید کې د سیمه ییزي اردو د ۷ سرتیرو وژل کېدو راپور ورکړل شوی و.
په پکتیا کې د تیرې شپې برید مسؤلیت وسله والو طالبانو په غاړه اخیستی دی.
دا په داسې حال کې ده چې نن جمعه د ملي امنیت شورا وویل چې د طالبانو د ځینو خال ـ خال بریدونو سره سره په هیواد کې اوربند روان دی.
وسله والو طالبانو د تیر کوچني اختر په شپه د اختر په لومړیو درې ورځو کې د اوربند اعلان وکړ چې وروسته ولسمشر غني هم افغان ځواکونو د اوربند ټینګېدو سپارښتنه وکړه.
د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ اوربند په پراخه کچه وستایل شو او ګڼو هیوادنو او بنسټونو د یاد اوربند پر غځېدو ټینګار وکړ.
یاد اوربند د دې لامل شو چې ولسمشر غني د حسن نیت په هدف د ۲۰۰۰ طالب بندیانو د ازادولو اعلان وکړ.
افغان حکومت د تیري دوشنبې په ورځ د یادو زندانیانو له ډلې ۹۰۰ طالب بندیان له بېلابيلو زندانونو څخه ازاد کړل.