کندهار کې ۱۵ طالبان او ۴ ملکي وګړي وژل شوي ـ سرچینه

په کندهار کې امنیتي سرچیني وايي، تېره شپه د میوند ولسوالۍ په کانټېنر بازار سیمه کې د دولت د وسله والو مخالفینو پر یوه ډله برید کې ۱۵ وسله وال طالبان او څلور ملکي وګړي وژل شوي دي.

د میوند ولسوالۍ یوه لوړ پوړي امنيتي مقام د نوم نه ښودلو په شرط د جمعې په ورځ د «مرغومې پر ۲۸مه» امریکا غږ اشنا راډیو ته وويل چې ځانګړو افغان ځواکونو د کره استخباراتي معلوماتو له مخې د ولسوالۍ په کانټینر بازار سیمه کې د وسله والو پر یوه لویه ډله برید وکړ.

سرچینه زیاته وي چې وروسته وسله والو د ملکي خلګو له کورونو څخه پر ځانګړو ځواکونو بریدونه وکړه چې په جګړه کې څلور ملکي کسان هم وژل شوي.

منبع زیاته کړه"پنځلس وسله وال طالبان چې د هغوی سرګروپان هم پکښې شامل دي د ځانګړو افغان ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوي د هغوی جسدونه په سیمه کې دي، خو وسله والو د ملکي خلګو له کورنو څخه په استفاده پر افغان ځواکونو بریدونه کړي چې د جګړې پر مهال څلور ملکي کسان چې یوه پکښې ښځه، یو ماشوم او دوه نارینه شامل دي هم وژل شوي، داچې یاد ملکي کسان د جګړې د کوم لوري په ګولیو وژل شوي په اړه يې تحقیقات پيل شوي."

کانټينر بازار د میوند ولسوالۍ د مرکز په پنځه کیلو مترۍ کې موقعیت لري چې د دولت د وسله والو مخالفینو تر ولکې لاندې ده.

د یادې سیمې لس ګونو اوسېدونکو هم نن جمعه د وژل شویو ملکي کسانو جسدونه د ولسوالۍ مرکز ته د اعتراض په ډول را وړي وو او د ورځې له یوولس بجو څخه بیا تر دولس بجو پوري يې د کندهار – هرات لویه لار د تر افیکو پرمخ تړلې وه.

اعتراض کونکو ملکي کسانو ادعا کول چې د افغان قواوو په ډزو کې څلور ځايي اوسېدونکي هم وژل شوي.

خو د ولسوالۍ له ځايي مقاماتو سره تر خبرو وروسته يې لار بېرته د ټرافيکو پرمخ پرانیستل او د حقیقت موندنې لپاره يې د پلاوي پر ګمارل کېدو هوکړه وکړه.

د کندهار د والي ویاند عزیز احمد عزیز د میوند ولسوالۍ د یادي امنيتي پېښې په اړه امریکاغږ اشنا راډیو ته وويل چې ولایتي ادارې د پېښي په اړه سیمه ییزو مسئولینو ته لار ښوونه کړې چې د ملکي خلګو د وژل کیدو عاملین معلوم کړي.

خو ده وويل چې په پېښه کې د دولت وسله مخالفینو د ملکي خلګو له کورنو څخه د سنګر په توګه کار اخیستی.

خپله وسله والو طالبانو په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.

میوند د کندهار په جنوب کې د هلمند او اروزګان ولایتونو سره په سرحد کې پرته نا امنه ولسوالي ده چې د دولت د وسله والو مخالفینو د حضور مهمه سیمه بلل کېږي.