د تخار د خواجه غار ولسوالۍ د سقوط په اړه ضد او نقیض راپورونه

د تخار سیمه ییز چارواکي وايي، تېره شپه یې د دغه ولایت د خواجه غار ولسوالۍ پر یو شمېر امنیتي پوستو د طالبانو حملې پر شا تمبولي دي.

چارواکي وايي، چې د دغه نښتې پرمهال د وسله والو طالبانو د دوو قوماندانانو په ګډون ۱۵ وسله وال طالبان هم وژل شوي دي.

د تخار د والي ویاند جواد هجري د چهارشنبې په ورځ د «غبرګولې پر۲۲مه» امریکا غږ ته وویل، چې طالبانو غوښتل دغه ولسوالۍ ته سقوط ورکړي چې افغان سرتېرو له مقاومت سره مخ شول.

یوې بلې امنیتي سرچینې بیا امریکا غږ ته وویل، چې د دغو نښتو پر مهال دری افغان امنیتي سرتېري هم وژل شوي دي.

خو وسله والو طالبانو بیا رسنیو ته په استول شوې اعلامیه کې ویلي، چې د تېرې شپې د نښته پر مهال یې خواجه غار ولسوالي نیولې ده.

طالبانو ویلي چې د خواجه غار تر نیولو وروسته یې د دغه ولایت پر بهارک ولسوالۍ هم حملې پيل کړي دي.

د خواجه غار ولسوال بیا امریکا غږ ته وویل، چې سیمې ته تازه دمه سرتېري رسېدلي دي، خو د سیمې اوسیمې اوسېدونکي بیا وايي، چې اوس هم د ولسوالۍ په بازار کې نښته روانه ده.

د یو بل خبر له‌مخې په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو مسؤلین وايي، چې د زابل د دايچوپان ولسوالۍ ټولې هغه سیمې چې تېره ورځ وسله والو طالبانو نیولي وې نن سهار بېرته تر خپلې ولکې لاندې را وستي دي.

خو وسله وال بیا وايي، چې د زابل دایچوپان ولسوالي اوس هم د دوی په کنټرول کې ده.