ننګرهار کې د داعش ډلې ۲۵ وسله وال وژل شوي

د ننګرهار د ملي امنیت عمومي ریاست وايي، د دغه ولایت په خوګیاڼیو ولسوالۍ کې د افغان ځانګړو ځواکونو د عملیاتو پر مهال د داعش د درې قوماندانو په ګډون د دغه ډلې ۲۵ وسله وال وژل شوي دي.

دغه ریاست د سې شنبې په ورځ د «غوايي پر لسمه» په یوې اعلامیې کې ویلي، چې په دغو عملیاتو کې د داعش ډلې ۴ مهم مرکزونه هم له منځه وړل شوي دي.

پر همدې مهال د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي هم امریکا غږ ته وویل، دغه عملیات په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د خوګیاڼیو ولسوالۍ په زاوه سیمه کې شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې د دغو عملیاتو پر مهال افغان ځانګړو ځواکونو ته زیان ن دی رسېدلی.

په ورته وخت کې د سیمې اوسېدونکو هم امریکا غږ ته وویل، چې له تېرو دوو ورځو یو ځل بیا په سیمه کې د افغان سرتېرو او داعش وسله والو ترمنځ نښتې پيل شوي چې دوی یې اندېښمن کړي دي.

د دغه اوسېدونکو له ډلې عارف الله امریکا غږ ته وویل، چې د ملي امنیت ځانګړي ځواکونه له تېرو دوو ورځو د زاوې سیمې ته داخل شوي چې له امله نښتې پيل شوي دي.

د یادونې وړ ده چې د روانې میاشتې پر څلورمه د ننګرهار د کډوالو چارو ریاست امریکا غږ ته ویلي و چې د دغه ولایت په شیرزادو او خوګیاڼو ولسوالیو کې د "طالبانو او داعش" ډلو ترمنځ د جګړو له امله تر ۴۰۰ کورنۍ کډوالې شوې چې دغه لړۍ لا هم روانه ده.

داعش ډلې تر دامهاله په دې اړه تبصره نه ده کړې.

زاوه د خوګیاڼو ولسوالۍ له هغو سیمو څخه ده چې د داعش ترڅنګ طالبان هم پکې حضور لري چې زیات وخت د نښتو شاهده وي.