سرچینه: پکتیا کې ۳ طالبان او ۵ ملکي وګړي وژل شوي

د پکتيا ولايتي چارواکو په زرمت ولسوالۍ کې د هوايي بريدونو او ځمکنيو عملياتو په نتيجه کې د يو شمېر طالبانو او ځينو ملکيانو ترڅنګ د پکتيا د سولې کمېټې غړي د وژلو خبر ورکړی دی.

د دغه ولايت يوې حکومتي سرچينې د نوم نه خپرېدو په شرط امريکاغږ ته وويل، چې دغه ځمکني او هوايي عمليات تېره شپه د زرمت په سهاکو، مموزي او سورکۍ په سيمو کې افغان ځانګړو ځواکونو کړي دي.

سرچينې زياته کړه، چې په مموزيو کې يو طالب قوماندان او دوه ساتونکي يې وژل شوي او دغه راز په سورکۍ سيمه کې بيا د حزب اسلامي‌ د يوه پخواني قوماندان حاجي محمد نعيم په ګډون پنځه نور ملکيان وژل شوي دي.

په ورته وخت کې د پکتيا د سولې ولايتي کمېټې مشر جنت خان منګل امريکاغږ ته وويل، چې حاجي محمد نعيم د سولې ولايتي کمېټې غړی او د حزب اسلامي پخوانی جهادي قوماندان و.

نوموړي زياته کړه، چې په يادو شويو عملياتو کې د حاجي نعيم زوی، ورور او درې نور کسان هم وژل شوي.

په همدې حال کې يوې بلې دولتي سرچينې د نوم نه خپرېدو په شرط امريکاغږ ته وويل، چې د عملياتو پرمهال د حاجي محمد نعيم په کور کې له افغان امنيتي ځواکونو سره وسله وال مقاومت شوی دی.

که څه هم تر اوسه افغان ځانګړو ځواکونو د يادو شويو عملياتو په اړه څه نه دي ويلي خو ولايتي حکومتي چارواکي وايي چې په دې اړه به وروستي جزئيات د ورځې تر اخره له رسنيو سره شريک کړي.