نژدې ۴لکه افغان کډوال له ایران او پاکستانه هېواد ته ستانه شوي ـ راپور

یوازې په تېره اونۍ کې له ایران څخه څه باندې ۷زره کډوال ایستل شوي

د کډوالۍنړیواله اداره یا «IOM» وايي، د روان ۲۰۱۹ کال له جنورۍ میاشتې څخه بیا د اکتوبر تر ۱۹مې نېټې له ایران او پاکستان څخه درې لکه ۹۲زره او ۲۲۸ کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.

دغه سازمان وايي، په روان کال کې د افغان کډوالو لویه برخه چې ۳لکه ۷۴زره ۸۶۰ تنه کېږي له ایران څخه ایستل شوې ده.

د کډوالۍ نړیوال سازمان د جمعې په ورځ د «اکتوبر۲۵مه» پخپل راپور کې ویلي، چې د روان ۲۰۱۹ کال د جنورۍ څخه بیا تر دا مهاله یولک ۶۲زره او ۹۳۱ افغان کډوال له ایران څخه په داوطلب او دوه لکه ۱۱ زره او ۹۲۹ تنه نور په زوره ایستل شوي دي.

د «IOM» راپور وايي، چې د روانې اکتوبر له ۱۳مې ڼېټې څخه بیا د یادې میاشتې تر۱۹مې نېټې ۷۶۸۵ افغان کډوال له ایران څخه ایستل شوي، چې ۲۹۱۶ یې پخپله خوښه او ۴۷۶۹ تنه یې په زوره ایستل شوي دي.

د کډوالو نړیوال سازمان همدارنګه ویلي، چې د روان میلادي کال له پیل څخه تر دا مهاله له پاکستان څخه هم ۱۷زره ۳۶۸تنه افغان کډوال وتلي، چې ۱۴۸۳۸ تنه یې په خپله خوښه او ۲۵۳۰ تنه یې په زوره ایستل شوي دي.

د یاد راپور له‌مخې د روان کال له پیل څخه بیا تر دا مهاله له ترکیې څخه ۱۸۵۱۷ افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي، چې ۴۴۱ یې په داوطلب او پاتې ۱۸۰۷۶ نور یې په زور ایستل شوي دي.

د «IOM» راپور همدارنګه وايي، چې روان کال له اروپايي هېوادونو څخه ۱۵۵۳ افغان کډوال خپل وطن ته ستانه شوي، چې ۶۴۹ تنه یې په داوطلب او پاتې ۹۰۴ یې په زور ایستل شوي دي.