په ۲۴ ساعتونو کې افغانستان کې په کرونا اخته ۴۵ تنه بیرته روغ شوي

کرونا افغانستان کې تر دا مهاله ۳۰ تنه مړه کړي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هیواد کې د کرونا ویروس د ۶۶ نورو مثبتو پېښو ثبتېدو خبر ورکړ.

روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۴۶۵ مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې ۶۶ مثبت ثابت شوي دي.

د دغه وزارت ویاند ډاکټر وحیدالله مایار نن جمعه اپرېل۱۷(وري۲۹) ویلي چې د یادو پېښو څخه تر ټولو زیاتې په کابل ثبت شوي دي.

نوموړي زیاته کړې:" ۲۶ مثبتې پېښې په کابل، ۱۵کندهار،۶ بلخ،۵ کندز،۴ هرات، ۴ هلمند، ۳ لغمان او یوه یوه هم په کونړ او ننګرهار کې ثبت شوې ده."

د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساسس په دې سره په کرونا د اخته کسانو شمېر ۹۰۶ تنو ته ورسېد چې تر ټولو زیات یې په کابل، هرات او کندهار کې ولایتونو کې ثبت شوي دي.

ښاغلي مایار زیاته کړه چې تر دا مهاله په افغانستان کې د کرونا ویروس له امله ۳۰ تنه مړه شوي او ۹۹ تنه نور له دغه ناروغۍ څخه بیرته روغ شوي چې ۴۵ تنه یې یوازې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې دي.

افغان حکومت د کرونا ویروس مخنیوي لپاره جدي تدابیر نیولی او په دې اړه یې د عامه پوهاوي پروګرامونه زیات کړي دي.

د کابل په ګډون ټولو لویو ښارونو کې بازارونه تړل شوي او د خلکو پر تګ راتګ محدودیتونه لګول شوی دی.افغان حکومت د کابل ښار قرنطین تېره ورځ د درې نورو اونیو لپاره هم وغځوی.

د کرونا ویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي‌ ایالت د ووهان په ښار کې خپور شو.

په امریکا کې د جانس هاپکنس د پوهنتون د معلوماتو په اساس د کرونا ویروس د جمعې تر سهار اپریل۱۷ (وري۲۹) پورې ۱۴۵۵۶۸ کسان مړه کړي او تر دوو میلیونو زیات پرې اخته دي.

دا ویروس اوس د نړۍ په ۱۸۵ هېوادونو کې خپور شوی دی.