غزني کې د ملي اردو یو عسکر خپل د سنګر ملګري وژلي

سرچینې ویلي چې د طالبانو نفوذي کس لومړی د ملي اردو یاد سرتیري مسموم کړي او وروسته یې په ډزو وژلي دي.

د افغانستان په غزني ولایت چارواکي‌ وايي چې د ملي اردو یو سرتېري د خپل سنګر پر ملګرو ډزې کړي دي او یو ځینې یې وژلي دي.

په غزني کې د درېیمې لوا ویاند علي ښکاري امریکا غږ ته وویل چې تیره شپه سه شنبه جنوري ۵ (مرغومي ۱۶) یو سرتېري د ملي اردو دوه نور سرتیري وژلي او پنځه یې ټپیان کړي دي.

ښاغلي ښکاري وویل چې دغه کس له طالبانو سره لار لرله او برید وروسته له سیمې څخه تښتېدلی دی.

هغه ویلي چې سیمې ته دڅېړنو لپاره یو پلاوی هم تللی دی.

په همدې حال کې یو بل امنیتي چارواکی چې نغواړي نوم یې خپور شي،‌ امریکا غږ ته وویل چې چې دا برید د غزني ښار په څنډه کې شوی او لږ تر لږه ۷ افغان سرتېري وژل شوي دي.

ده وویل چې بریدګر خپل ملګري مسموم کړي او وروسته یې په ډزو وژلي دي.

طالبانو بیا ویلي چې تیره شپه یې په غزني ولایت کې د ملي اردو پر یوې پوستې د برید پرمهال یو شمېر سرتیري وژلي او یو تن یې له تجهیزاتو سره له ځان بېولی دی.

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې هم یوه نفوذي پولیس خپل اته پولیس ملګري په ډزو وژلي و.