غور کې د طالبانو حمله کې ۷ پولیس وژل شوي

د غور ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت د دولینه ولسوالۍ او مرکز فیروزکوه د لوی لارې ترمنځ د طالبانو په حمله کې ۷ پولیس وژل شوي دي.

یاد چارواکي وايي، چې دغه حمله پرون جمعه ناوخته رامنځته شوې ده.

د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي وايي، چې طالبانو پرون جمعه ناوخته په «کور اب لیلا» سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر اکمالاتي کاروان برید وکړ چې یاده مرګ ژوبله یې رامنځته کړه.

نوموړي زیاته کړه چې په دغه نښته کې د غور د عملیاتي قطعې د قوماندان فقیر احمد نوري په ګډون اوه پولیس وژل شوي او دوه پولیس او یو ملکي وګړی ټپیان شوي دي.

د غور سیمه ییز چارواکي وايي، چې سیمې ته د تازه دمه ځواکونو په رسېدو سره طالبان له سیمې څخه تښتېدلي او درې تنه طالبان هم وژل شوي دي.

خو د غور د ولایتي شورا رئیس فضل الحق احسان بیا وايي، چې په دغه نښته کې اته پولیس وژل شوي او څو تنه نور ټپیان شوي دي.

ښاغلي احسان وویل، چې طالبانو د افغان سرتېرو څو موټرونه هم سوځولي دي.

طالبانو بیا ویلي چې په دغه نښته کې ۱۱ امنیتي سرتېري وژلي او اوه پوځي وسایل یې هم سوځولي دي.