چارواکي: فاریاب کې د دری بهرنیو په ګډون ۹ وسله وال وژل شوي

په فاریاب ولایت کې د وسله والو طالبانو د یوه قوماندان په ګډون د دغه ډلې درې بهرني وسله وال وژل شوي‌ دي.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکي‌ وايي چې دغه وسله وال تېره ورځ د خواجه سبزپوش ولسوالۍ په قره شیخي سیمه کې د قاطع ملاتړ بهرنیو ځواکونو په هوايي حمله کې وژل شوي‌ دي.

دغه چارواکي وايي، چې په دغه حمله کې دوه نور وسله وال ټپیان شوي‌ هم دي.

په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند حنیف رضايي امریکا غږ ته وویل چې تر دا مهاله د وژل شوو بهرنیو وسله والو تابعیت روښانه شوی نه دی چې د کوم هېواد دي.

نوموړي زیاته کړه چې د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ په شاخ او خواجه کینتي سیمو کې د ملي اردو هوايي ځواکونو په یوه بله حمله کې بیا د ملاظاهر په نوم د وسله والو مخالفینو د قوماندان په ګډون پنځه نور وسله وال وژل شوي او دوه تنه یې ټپیان شوي‌ دي.

تر دا مهاله وسله والو طالبانو په دې اړه تبصره نه ده کړې.