سپین بولدک کې چاودنې ۳ تنه وژلي ۲۳ ټپیان دي

د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې له چاودېدونکو موادو ډک موټر سایکل چاودنې ۳ تنه وژلي او۲۳نور یې ټيان کړي دي.

دغه پېښه نن سې شنبه د سپين بولدک ولسوالۍ په کنج بازار کې سهار څه باندي ۹ بجې رامنځته شوې ده.

عیني شاهدان وايې چې له چاودېدونکو توکو ډک موټرسایکل د عامو خلګو په منځ کې چاودنه کړې ده.

د کندهار امنیه قوماندان مل پاسوال تادین خان د «زمري میاشتې پر۸مه»اشنا راډیو ته وويل، چاودنه هغه مهال وشول کله چې عام خلګ د څارویو په ګنج کې په پېر او پلور باندې بوخت و.

ده زیاته کړه چې په پېښه کې د یوه ماشوم په ګډون ۳ تنه وژل شوي او ۲۳ تنه نور ټپیان دي.

تادین خان وويل:"د پېښي ټول قربانیان ملکي وګړي دي چې ټپیان د سپین بولدک پنځوس بستریزه روغتون ته انتقال شوي دي."

د سپین بولدک د روغتون ډاکټران وايې چې له پېښې په ور وړل شویو ۲۳ تنو ټپیانو کې د ځينو روغتیايي حالت نازک دی، خو دقیق شمېر يې ونه ښود.

د پېښې سیمې ته نږدې د سرحدي قواوو ځيني امنیتي مرکزونه هم موقعیت لري خو د چارواکو په وینا چې امنیتي کسانو ته زیان نه دی رسېدلی.

تر اوسه چا د برید مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی، خو د کندهار امنیه قومندان دا دولت د مخالفو وسله والو طالبانو کار وباله.

سپین بولدک له پاکستان سره پر پوله پرته د کندهار تر ټولو لویه اقتصادي ولسوالۍ بلل کېږي.