کندهار کې کانال ته د موټر لوېدو له امله ۹ تنه مړه شوي

په کندهار ښار کې د شهیدانو چوک

د کندهار ولایت د ارغنداب ولسوالۍ په «واسوای» سیمه کې په یوې ټرافیکي پېښه کې ۹ تنه مړه شوي دي.

د کندهار پوليس وايي، چې یاد سراچه موټر د واده د مراسمو مېلمانه لېږدول چې د ګړندي تګ په وجه د اوبو يوه لوی کانال ته لوېدلی دی.

د کندهار د امنيه قومندانۍ وياند جمال بارکزي اشنا راډيو ته وويل، چې په‌ دغه پېښه ۳ ماشومان، ۵ ښځې او خپله موټر چلونکی وژل شوي دي.

ده زياته کړه چې، حادثه د شپې شوې او کله چې پوليس سيمې ته ورسيدل، په موټر کې ټول سپاره کسان مړه شوي و.

قوماندان بارکزي وويل:"د ارغنداب ولسوالۍ د سيدانو په کلي کې د شاه وليکوټ ولسوالۍ ته پر لار دغه تيز رفتاره موټر اوبو ته لويدلی چې د ښځو او ماشومانو په ګډون ټول اته تنه پکښې وژل شوي."

د کندهار روغتيايي چارواکي، وايې، چې تر جګړې وروسته زياته مرګ ژوبله د ټرافيکي پېښو له کبله رامنځته کيږي.

د کندهار د عامي روغتيا رئيس ډاکټر موسی جان سلطاني اشنا راډیو ته وويل، چې له دې کبله د دوی زيات طبي امکانات د ټرافيکي پېښو پر قربانيانو لګول کيږي.

ټرافيکي اصولو ته نه پاملرنه، ګړندی تګ او د زړو موټرو تخنيکي عوارض ټرافيک پوليس د ټرافکي پېښو د رامنځته کيدو اساسي لاملونه ګڼي.