پر ختیځه غوطه لا حکومتي بریدونه روان دي

د بشارالاسد د رژیم عسکر په ختیځه الغوطه کې د یاغیانو خلاف پرمختگ کړیدی؛ د مارچ ٧ مه ٢٠١٨ م کال

سوریايي قواو په ختیځه الغوطه کې نور پرمختگ هم کړیدی. په دغې شل ورځنۍ جگړې کې تراوسه پورې زر تنه ملکيان وژل شوي دي

د سوریې حکومتي ځواکونو د یاغیانو تر ټولو لوی سنگر ختیځې غوطې کې تر پرمختگ وروسته، نن جگړې ته نور هم زور ورکړیدی. په دغه یکشنبې شل ورځنۍجگړې کې تراوسه پورې زر تنه ملکيان وژل شوي دي.

Your browser doesn’t support HTML5

په ختیځې غوطې کې د سوري حکومت پرمختگ

د سوریې پوځ او حکومت پلوه ملیشو شل ورځې مخکې د دغې سیمې د نیولو دپاره تعرضي عملیات پیل کړل، خو تر اوسه یې د سیمې نیمایي برخه نیولې ده.

نړیوال سازمانونه او یو شمیر ځواکمن هیوادونه په سوریه کې د تشدد د پای ته رسولو غوښتنه کوي.

راپورونه وایي، د سوریې پوځ د یاغیانو تر کنټرول لاندې سیمې ختیځې غوطې کې پرمختګ کړی او دغه سیمه یې پر دوو برخو ویشلې ده.

د سوریې دولتي ټلوېزیون د مسرابا د ښارګوټي دننه د نیمه ړنگو شویو ودانیو تر څنگ د پوځ د ټانکونو انځورونه خپاره کړي دي.

د سوریې پوځ ډگروال علي بدر وايي:"وروسته له دې چې د سوریې پوځي ځواکونو د ایفتریز کلی ونیو، اوس مونږ جسرین لور ته پرمختگ کوو چې مخ ته ښارگوټی ونیسو. مونږ له سیمې څخه د جبهات نصره او فلق رحمن د ډلو د ترهگرو تیښته ولیدله."

د مسرابا ښارګوټی د هغه سړک په اوږدو کې پروت دی چې د ختیځې غوطې شمالي او جنوبي برخې سره نښلوي. د بشري حقونو د څار ډلې ویلي چې د مسرابا او شاوخوا ځمکو په نیولو سره یې د دغې سیمې مهم سړکونه په مستقیم ډول د سوریې د پوځ تر هدف لاندې راغلل.

د دغې ډلې په وینا په ‎دې پرمختګ سره د حرستا او دوما ښارګوټي له یو بل او د ختیځې غوطې له نورو برخو څخه بېل شول.

دولتي ټلوېزیون دغه راز د مسرابا ښارګوټي په انځورونو کې یوه لویه ډله ملکیان وښودل چې په یوه کور کې پټ شوي وو.

یوه کس له خبریال سره د مرکې پر مهال د اسد په پلوۍ او د یاغیانو پر ضد شعارونه ورکول، خو نورې ښځې او ماشومان د هغه تر شا ولاړ وو.

یوه تن وویل: "مونږ د مسرابا، زیبدین او حرستا اوسیدونکي یو. خدای دې تاسو سره ښه وکړي، مننه."

فلق الرحمن او جیش‎الاسلام په ختیځه غوطه کې دوه مهمې یاغي ډلې دي او هوډ یې کړی و چې د سوریې د پوځ د پرمختگ مخه به ډبه کړي خو په تیرو دوو اونیو کې یې نیمایي سیمه له لاسه ورکړې ده. جهیش اسلام ویلي چې جهادیان به یې د شمالي ایالت ادلیب ته پښې سپکې کړي. بلخوا پرون په ادلیب کې چې د سوریې د مخالفینو تر کنترول لاندې دی یو شمیر ډاکترانو او دفاعي کارکونکو په غوطه کې د تشدد په ضد لاریون وکړ.