ټاکنیزو شکایتونو کیسیون له لس زرو زیات شکایتونه ثبت کړي

د ټاکنو قانون له مخې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیونباید د ټاکنو له ورځې دوه اونۍ وروسته پر ټولو شکایتونو خپله پریکړې اعلان کړي

د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون چارواکو د جمعې په ورځ (لړم ۴ مه) امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل،چې د دغه کمیسیون مامورنیو د تلې د ۲۸ مې او ۲۹مې ورځې د ولسي جرګې په ټاکنوکې د احتمالي درغیلو په اړه په کابل او ولایتونو کې له لس زرو څخه زیات شکایتونه ثبت کړي دي.

د دغه کمیسیون منشي او ویاند علي رضا روحاني وايي، چې اوس مهال دا کمیسیون د دغو شکایتونو په درجه بندۍ باندې کار کوي، چې دا معلومه کړي، چې دا شکایتونه رسمي بڼه لري او که پرته د قانوني پړاونو د تیرولو څخه ثبت شوي دي.

ښاغلي روحاني وویل " شکایتونه د موضوعاتو له مخې درجه بندې کیږي، چې په کومو موضوعاتو شکایتونه شوي دي. نږدې شل عنوانه او حتی له هغې ډیر شته دی. د دې سربیره ټولې هغه قضیې، چې مونږ ته رسیدلي، د دوهم ځل لپاره بیا ترتبیږي، چې دا معلومه شي، د دغو شکایتونو څومره یې د ټاکنیزو سرغړونو په اړه دي او څومره یې د ټاکنیزو جرمونو په اړه دي".

هغه وویل، چې د درجه بندۍ د پړاو وروسته به د دغو شکایتونو څیړل پیل شي.

د افغانستان د ټاکنو د قانون له مخې د ټاکنو دوه اونۍ وروسته باید د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ثبت شوي شکایتونه وپلټي او په اړه یې پریکړې وکړي.

سیاسي ګوندونو، د ټاکنو څار ادرو او د نوماندانو استازو د تلې د ۲۸ مې ورځې په ټاکنو کې د رایې اچونې د مرکزونو د ناوخته پرانیستلو سربیره په ډیرو مرکزونو کې د بایومټریک دستګاو د نه کارونې او د کارونې پر وخت د ټاکنو د کمیسیون د کارکوونکو د نابلدتیا په اړه د شکایتونو ترڅنګ، د رایې ورکوونکو د نومونو په لیست کې د ستونزو او د رایې اچونې په یو شمیر مرکزونو کې د زورواکو او د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د یو شمیر کارکوونکو د مداخلو په هکله هم خپل شکایتونه له وړاندې له رسنیو سره شریک کړي دي.

د ټاکنیزو شکایتونو د خپلواک کمیسیون منشي او ویاند علي رضا روحاني هم وايي، چې د دغو څه باندې شوو لس زره شکایتونو ډیر یې د همدې مسلو په اړه دغه کمیسیون سره ثبت شوي دي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د مهال ویش له مخې ټاکل شوې، چې د ولسي جرګې د ټاکنو لومړنۍ پایلې د لړم د میاشتې په ۱۹ مه اعلان شي، خو د ټاکنو خپلواک کمیسیون اندیښنه لري، چې د دوو ورځو لپاره د ولسي جرګې د ټاکنو دوام او د کندهار په ولایت کې د شنبې په ورځ د ټاکنو په ترسره کیدو کې یوه اونۍ ځنډ به د دغه کمیسیون له خوا د لومړنیو پایلو پر اعلان اغیز وکړي او کیدای شي، لومړنۍ پایلې په ټاکلې نیټه اعلان نه شي.

ټاکل شوې، چې د شنبې په ورځ د کندهار په ولایت کې د ولسي جرګې ټاکنې ترسره شي.

په کندهار کې دا ټاکنې د دغه ولایت د امینه قومندان جنرال عبدالرازق د وژل کیدو د پیښې څخه را وروسته د دغه ولایت د حالاتو له امله ځنډول شوې وې.