په افغانستان کې د سیمه ییزو رسنیو د مالي ستونزو په اړه اندېښنې

د دوشنبې په ورځ په کابل کې د ولایتي سیمه ییزو راډیوګانو په لسګونو مسولینو په یوه غونډه کې د رسنیو په ځانګړي ډول د خصوصي راډیوګانو د فعالیت پر وړاندې په پرتو ستونزو او ننګونو خبرې وکړې او د ستونرو د حل لپاره یې خپل وړاندیزونه د طالبانو د اسلامي امارت د چارواکو سره شریک کړل.

دا غونډه د ولایتي راډیو ګانو د فرصتونو او ننګونو د ارزونې تر نامه لاندې د سلام وطندار د راډيوي شبکې په نوښت جوړه شوې وه چې د څو ښځینه مسولینو او استازو په ګډون د ۸۵ سیمه ییزو راډیوګانو مسولینو او استازو په کې برخه اخیستې وه.

دې غونډې کې د طالبانو د اسلامي امارت یو شمیر چارواکو هم ګډون کړی و.

غونډې ته د سولې د پیغام راډیو رئیس زاهد شاه انګار په خپله وینا کې وویل چې اوس مهال په ولایتونو کې سیمه ییزې راډیوګانې د تخنیکي او اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي، که په وخت یې غم ونه خوړل شي، کیدای شي د یو شمیر نورو راډیوګانو د تړلو سبب به شي.

ښاغلي انګار وویل چې اوس هم افغانستان کې د خبرونو او معلوماتو د وړاندې کولو په برخه کې راډیو یو د اهمیت وړ وسیله ده.

ښاغلي انګار وویل: "د افغانستان زیاتره راډیوګانو تخنیکي وسایل زاړه او استهلاک شوي دي. دا یوه جدي ستونزه ده او د وسایلو نوي کولو ته اړتیا لري".

د سولې د پیغام راډیو رئیس د اقتصادي ستونزو په باب وویل چې ډیرې راډیوګانې د خپلو کارکوونکو د تنخواه څخه نیولې د راډیو د دفتر د کرایې او برق د بل د ورکولوپورې توان نلري.

ښاغلي انګار وویل " اوس هغه د عوایدو سرچینې چې مونږ پخوا لرلې نسبتآ کمې شوي دي یوه ډیره مهمه مسله داده چې مونږ د معاشاتو لپاره د تعمیرونو د کرایې لپاره د کلنیو ټکسونو او مالیې د ورکولو لپاره، همداشان مونږ د مخابراتو وزارت د فریکونسۍ د کلنې مالیې د ورکولو چې باید دریو کلنو لپاره یې تمدید کړو ددغو ټولو مصارف د ورکولو لپاره ډیر کم عواید لرو".

همداشان د راډیوګانو استازو د طالبانو د اسلامي امارت څخه وغوښتل، چې د رسنیود قانون برخلیک چې په تیر رژیم کې نافذ وو معلوم کړي. دغو مسولینو وویل، اوس مهال دا قانون نه لغوه شوی او نه هم نافذ دی.

دغو استازو د طالبانو له حکومت وغوښتل، چې د تخنیکي کارکوونکو په روزنه کې دې ورسره مرسته وکړي او هم دې په ولایتونو کې د بریښنا دسولر انرژۍ د نصبولو پر مهال سیمه ییزو راډیوګانو ته لومړیتوب ورکړي.

همداشان دغو مسولینو د راډیوګانو د استازو او ولایتي امنیتي مسولینو ترمنځ په ولایتونو کې د ګډو کمیټو د جوړیدو غوښتنه هم وکړه.

دغو مسولینو په خپلو ویناو کې په یو شمیر ولایتونو کې پر سیمه ییزو راډیوګانو باندې د طالبانو د حکومت له خوا محدودیتونو یادونه ونکړه، خو د غونډې په پریکړه لیک کې په ځینو ولایتونو کې دغسې محدودیتونو یادونه شوې او له طالبانو غوښتل شوي چې دا محدودیتونه دې ژر له منځه یوسي.

یو شمیر راډیو ګانو مسولینو امریکا غږ اشنا ته وویل چې پرته له دې چې د طالبانو اسلامي امارت چارواکي ورڅخه په راډیوګانو کې د سندرو د خپریدلو د بندیدلو غوښتنه وکړي دوی پخپله د سندرزو خپرول بند کړي دي.

د هرات په ولایت کې د راډیو سحر مشرې میرمن فرشته کریمي امریکا غږ ته وویل چې هرات ته د طالبانو د ځواکونو د داخلیدو وروسته تر یوې نیمې میاشتې ورته دفتر ته د تللو اجازه نه ورکول کیدله.

میرمن کریمي وویل، اوس دا او نورې ښځینه کارکوونکي په خپله راډیو کې کار ته دوام ورکوي.

میرمن کریمي وویل: "زمونږ راډیو د اقتصادي او د امنیتي مصونیت له پلوه د ستونزو سره مخ یو. د اقتصادي پلوه په جدي ډول تر فشار لاندې یو. د بودیجې د نشتوالي له امله مو تراوسه څلور پنځه کارکوونکي له کار څخه ګوښه کړي دي".

میرمن سحر وویل چې په ولایتونو کې خبریالانې امنیتي اندیښنې هم لري.

خو د طالبانو یو شمیر چارواکو په خپلو ویناو کې خبریالانو ته د خپل ملاتړ ډاډ ورکړ او له هغوی وغوښتل، چې په افغانستان کې دې د منفي مسایلو په باب د راپورونو د ورکولو پر ځای خلکو ته د مثبتو مسایلو په اړه راپورونه برابر کړي.

په کابل کې د دوشنبې د ورځې غونډه د اګست د پنځلسمې وروسته د ولایتي خبریالانو دوهمه لویه غونډه ده چې پرخپلو ستونزو د بحث او د طالبانو اسلامي امارت چارواکو سره د شریکولو لپاره جوړه شوې وه.

تیره میاشت هم په یوه بله غونډه کې چې د افغانستان د ازادو خبریالانو د ټولنې له خوا جوړه شوې وه په ولایتونو کې یو شمیر میشتو خبریالانو د هغوی پر وړاندې ستونزو او ننګونو باندې کابل کې خبرې کړې وې.