د گوزڼ په عامه پوهاوي کې د پوهنې رول

په پکتیکا کې یو شمېر زده کوونکي وايي، په ښوونځیو کې د پولیو ناروغۍ په اړه له ښوونکو ډېر معلومات ترلاسه کوي او دوی یې بیا له خپلې کورنۍ د نورو غړیو سره شریکوي.

د پکتیکا د عامې روغتیا ریاست سرپرست رئیس ډاکټر اسدالله رسولي د پوهنې ریاست له لورې په ښوونځیو کې د فلج ساري ناروغۍ په اړه، د عامه پوهاوي دغه اقدام بې ساری بولي او هیله لري چې له دې سره به د کلیوالو سیمو خلک د پولیو ضد واکسین په ګټو پوه شي.

ښاغلی رسولي وایي: "د عامه پوهاوي اصلي منبع د معارف او حج اوقافو ریاستونه دي، دوی زمونږ د عامه پوهاي د ملا تیر دی ځکه استاد کولای شی د زده کوونکو له لارې دغه پیغام د کورنیو تر نورو غړیو ورسوي، مونږ د دوی دغه کار ستایو".

نوید خان د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه ښار کې د علي بابا عالي لېسې د لسم ټولګۍ زده کوونکی دی، هغه وايي: "مونږ ته استادانو په ښوونځي کې د واکسین ګتې تشریح کړې دي، مونږ د استادانو خبره په ذهن کې ساتلې او خپل پلار او ورڼو ته مو هم ویلي، هغوی تر نور رسولې."

ددغې لیسې د اتم ټولګی یو بل زده کوونکی محمد عمر وايي، له کله یې چې د ښوونکو خبره د کورنیو تر مشرانو رسولي، د پولیو ضد واکسین سره د کور مشرانو مخالفت کم شوی دی.

محمد عمر زیاتوي: "د ښوونځي استادانو مو په جلسو، غونډو او ټولګیو کې هر وخت مونږ ته دا توصیه کړې چې ماشومان مو واکسین کړئ، زما د پلار او ورور مخکې واکسین نه خوښېدل خو اوس یې په مینه ماشومانو ته ورکوي".

پولیو یا د ماشومانو ګوزڼ هغه ساري او تلپاته معلولوونکې ناروغي ده، چې تر دې دمه یې هېڅ تداوي نه ده موندل شوې. روغتیاپالان وايي، د مخنیوي یوازینۍ لاره یې له پنځو کالو کم عمره ماشومانو ته په منظم ډول واکسین ورکول دي.