د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په افغانستان کې د ماشومانو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي دي چې له سمدستي ملاتړ پرته نشي کولای ټولو ماشومانو ته رسیدګي وکړي.
یونیسف د سه شنبې په ورځ مارچ اتمه (کب ۱۷) په خپل ټویټر کې لیکلي په پام کې و چې دغه صندوق به په ۲۰۲۲ میلادي کال کې ۱۲.۹ میلیون ماشومانو ته رسیدګي وکړي، خو وايي چې له سمدستي ملاتړ پرته به دغه چاره ناممکنه وي.
In 2022 @UNICEFAfg aims to reach 12.9 million #children with life-saving assistance, but can%27t achieve it without urgent support. pic.twitter.com/c5njymb6rC
— UNICEF Afghanistan (@UNICEFAfg) March 8, 2022
تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق په ټول افغانستان کې تر سقوط وروسته د دغه هیواد د روغتیايي نظام سقوط د مخنیوي، د خوراکي موادو برابرولو، زده کړو او د کورنیو او ماشومانو لپاره د نورو حیاتي خدماتو برابرولو لپاره د دوه میلیارد ډالرو مرستې برابرولو غوښتنه کړې وه.
یونیسف ویلي و چې په دغه پیسو سره به په دغه هیواد کې د ۲۴ میلیون اړمنو کسانو چې د افغانستان د وګړو نیمايي نفوس جوړوي اړتیاوې پوره کړي.
پر همدې مهال په افغانستان کې د یونیسف ادارې د تغذیې د برخې رئیسې میلاني ګالوین په دغه هیواد کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده او ویلي دي چې ملګري ملتونه به په دې برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
اغلې ګالوین په خپل ټویټر کې لیکلي چې د روان کال په جنورۍ میاشت کې په بېلابېلو برخو کې له ۲۳زره ۳۰۰ماشومانو سره یې مرسته کړې ده چې زیاته برخه یې په خوارځواکۍ اته و.
Unfortunately, children continue to suffer from severe acute malnutrition… but @UNICEFAfg is by their sides. We helped treat over 23,300 children under 5 in January, saving lives with nutrient-rich therapeutic food. No cooking or preparation necessary. pic.twitter.com/16ybqP8LkK
— Melanie Galvin (@melgalvin01) March 7, 2022
په افغانستان کې د یونیسف د تغذیې د برخې مشرې ویلي چې په دغه مرسته کې تر ډيره خوراکي موادو شامل و.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې یونیسف په افغانستان کې د ماشومانو د خوراکۍ د زیاتوالي په اړه اندېښنه ښودلې وه. یونیسف ویلي و که چیري سمدستي مرستې نشي ممکن یو میلیون ماشومان د خوارځواکۍ له امله مړه شي.
ملګرو ملتونو په افغانستان کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو وضعیت د اندېښنې وړبللی او ویلي و چې په دغه هیواد کې به روان کال له هر دوو ماشومانو څخه یو په خوارځواکۍ اخته شي.
د دغه سازمان په وینا ممکن د روان کال تر وروستیو پوري تر پنځه کلنۍ کښته ./۲ میلیون ماشومان په خوارځواکۍ اخته شي.