مصر له غزې څخه د ۷۰۰۰ بهرنیانو په ایستلو کې مرسته کوي

د رفح لاره د چارشنبې په ورځ د اسرائیل، مصر او حماس ترمنځ له موافقې او د قطر په منځګړیتوب پرانستل شوه.

د مصر د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ نومبر دوهمه (لړم ۱۱) اعلان وکړ چې مصر ته به د هغو ۷۰۰۰ بهرنیو اتباعو یا دوه ګوني تابعیت لرونکو په انتقال کې مرسته وکړي چې له تیرو څلورو اونیو راهیسې په غزه کې بند پاتې دي.

د رفح لاره د چارشنبې په ورځ د اسرائیل، مصر او حماس ترمنځ له موافقې او د قطر په منځګړیتوب پرانستل شوه. تمه ده چې لږ تر لږه ۴۰۰ بهرني اتباع به نن له غزې څخه د دغې لارې له لارې مصر ته ننوځي.

د مصر د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې ویلي چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو مرستیال وزیر اسماعیل خیرات له بهرنیو دیپلوماتانو سره په کتنه کې اعلان وکړ چې مصر د رفح له لارې له غزې څخه د بهرنیو اتباعو د ایستلو لپاره چمتووالی نیسي.

ښاغلي خيرات وويل چې په غزه کې د څه دپاسه ٦٠ هېوادونو شاوخوا اووه زره کسان شته، خو په اعلاميه کې د هغوى د ايستلو او مهالوېش په اړه جزئيات نه دى ورکړل شوي.

په رفح بندر کې یو مصري چارواکي د فرانس پرس اژانس ته وویل چې د تخلیه کیدونکو لومړۍ ډله د چهارشنبه په ورځ مصر ته ننوتله او زیاته یې کړه: "په پام کې ده چې نن ۴۰۰ تنه بهرني پاسپورت لرونکي او ۶۰ تنه ټپیان له دې لارې تیر شي."

دغه مصري مقام دا هم ویلي، چې د چهارشنبې په ورځ ۳۶۱ بهرني اتباع او دوه ګوني تابعیت لرونکي، ۴۶ فلسطیني ټپیان او د هغوی ۳۰ تنه مل کسان مصر ته رسېدلي دي.

د دغو هېوادونو د مقاماتو په وینا، تر اوسه ۳۱ اتریشیان، څلور ایټالویان، پنځه فرانسویان او یو شمېر جرمنیان له غزې څخه مصر ته داخل شوی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند متیو میلر ویلي، چې امریکايي اتباع هم له غزې تېر شوي، خو د کره شمېر له ورکولو یې ډډه وکړه.

د اکټوبر په اوومه پر اسرائیل د حماس له برید وروسته، چې د اسرائیلي چارواکو په وینا له ۱۴۰۰ ډېر کسان یې ووژل او لږ تر لږه ۲۳۹ تنه د حماس جنګیالیو یرغمل کړل، د اسرائیل پوځ هره ورځ د غزې په تړانګه هوايي او د توپونو بریدونه کوي.

د حماس تر کنترول لاندې په غزه کې روغتیايي مقاماتو د پنجشنبې په ورځ وویل چې د اسرائیل د بریدونو له پیل راهیسې په غزه کې د ۳۷۶۰ ماشومانو په ګډون ۹۰۶۱ کسان وژل شوي او څه باندې ۳۲ زره نور ټپیان شوي دي.