د کندهار په ارغستان کې ۱۱ طالبان او ۸ پولیس وژل شوي

د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې د وسله والو په یوه ډله ییز برید کې ۸ پوليس وژل شوي او ۳ تنه نور ټپیان دي.

پېښه تېره شپه لس بجې د ولسوالۍ مرکز ته نږدې د سنځرزو په سیمه کې رامنځته شوې.

تر برید وروسته په یاده سیمه کې د پوليسو یوه مرکز هم سقوط کړی.

د کندهار ولایتي چارواکي وايي چې سیمې ته د تازه دمه سرتېرو په رسېدو سره ۱۱ تنه وسله وال طالبان هم وژل شوي.

په دغه نښته کې ۸ پولیس وژل شوي

د کندهار د والي ویاند عزیزاحمد عزیز د سې شنبې په ورځ «د لېندۍ پر۱۹مه» امریکا غږ اشنا راډیو ته وويل چې وسله والو طالبانو د سنځرزو پر امنیتي پوسته ډله ییز برید کړی چې په ترڅ کې يې ۸ پوليس وژل شوي.

دی زیاته وي: "داچې د مخالفینو تعداد زیات وو د پوستې پوليسو تکتیکي شاتګ کړ په پېښه کې څلور ملي پوليس، دوه سرحدي او دوه هم سیمه ییز پوليس وژل شوي او تر څو ساعته جګړې وروسته سیمي ته نن سهار وختي تازه دمه سرتېري رسېدلي ۱۱ طالبان په جګړه کې وژل شوي او پوسته هم بیرته نیول شوې."

په پېښه کې ۳ نور پوليس ټپیان شوي هم دي.

ارغستان د کندهار په جنوب ختیځ سل کیلو متري کې د زابل له شهرصفا ولسوالۍ سره په څنګ کې پرته ولسوالي ده چې ډېري برخې يې نا امنه دي.

خپله وسله والو طالبانو په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.