د کندهار د میوند په ولسوالۍ کې په ځانمرګي برید کې ۸تنه وژل شوي

عکس (ارشیف)

په کندهار کې د پوليسو پر یوه مرکز په ځانمرګي موټر بم برید کې پوليسو او ملکي وګړو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې.

پېښه تېره شپه ۹ بجې د هلمند ولایت سره په سرحد کې د کندهار میوند ولسوالۍ په مرکز کې شوې.

د میوند ولسوال حاجي عبیدالله خان نن دوشنبه نومبر ۹ (لړم ۱۹) امریکاغږ ته وويل چې چاودنه د ولسوالۍ په بازار کې شوې چي ۴ دوکانداران، د چاودنې سیمي ته نژدې کورونو کې ۲ ښځي او یو ماشوم د پېښي په لومړیو کې وژل شوي.

نوموړي زیاته کړه: "تر اوسه د ۸ تنو ملکي وګړو جسدونه له نړیدلو ودانیو څخه تر لاسه شوي چي ۲ ښځي، یو ماشوم، ۴ دوکانداران او یو حمامي پکښي شامل دی. ټپیان هم تر ۳۵ تنو پوري رسیږي چي اکثریت يې ملکي وګړي او د سیمي اوسیدونکې دي."

تر اوسه د پېښې له ځای څخه ۳۴ تنه ټپیان میرویس حوزوي روغتون ته لیږدول شوي چي یوې ښځي پکښې د سختو ټپونو له کبله ساه ور کړې.

د میرویس حوزوي روغتون د بیړني طبي څانګې نوکریوال ډاکتران وايي چې تر نن سهار ۷ بجو پوري روغتون ته ۲۰ ټپي پوليس او ۱۴ تنه هم ملکي وګړي ور وړل شوي چې ښځې او ماشومان هم پکښې شامل دي.

د کندهار د پوليسو ویاند جمال بارکزی وايي چې ځانمرګي بریدګر له چاودیدونکو توکو ډک مازادا موټر ته د کندهار – هرات د شهرا د ساتنې د پوليسو د کنډک په عمومي دروازه کې چولی.

ښاغلی بارکزی وایي، چاودنه ډيره زوروره وه او همدا وجه ده چې د پیښې په ځای کې ملکي خلکو ته هم د سر او مال زیان اوښتی.

د سیمي عیني شاهدان وايي چې چاودنې په سیمه کې ډیر ورانی کړی او د مخابراتي شبکو څو انتنونه هم له منځه تللي چې اړیکي نیول هم ورسره ستونزمني شوي.

میوند د کندهار له امنه والسوالیو څخه ده چې تیره ورځ پکښې د کندهار ولایت مقام د افغان ګډو ځواکونو د نویو پوځي عملیاتو د پيل اعلان وکړ.

دغه راز د ارغنداب، ژړۍ او پنجوايي تر څنګ میوند څلورمه ولسوالي ده چې له تیرو ۲ اونیو راهیسې پکښې وسله والو طالبانو د حکومتي قواوو پر مرکزونو ډله ییز بریدونه پيل کړي.

د کندهار د پوليسو ویاند جمال بارکزی وايي چې برید وسله والو طالبانو کړی خو خپله وسله والو طالبانو د میوند ولسوالۍ د موټر بم ځانمرګي برید په اړه کومه تبصره نده کړې.