نورستانۍ: کاندیدان دې موږ خپل کار ته پریږدي

د کمیسیون مشره هوا علم نورستانۍ

د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشره حوا علم نورستانۍ وايي چې دوی د هیچا تر فشار لاندې کار نه کوي او ټول باید د ټاکنو خپلواک کمیسیون اعلان ته په تمه شي.

میرمن نورستانۍ اشنا ټلویزیون سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې یو شمیر کسان غواړي چې د جمهوري ریاست د ټاکنو پایلې دې ډیر ژر اعلان شي.

میرمن نورستانۍ وايي چې د ټاکنو لومړنۍ پایلې به د تلې/ میزان په ۲۷ مه اعلان شي.

د میرمن نورستانۍ په وینا د بهرنیو هیوادونو یو شمیر استازي او دپلوماتان هم د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته ورځي او د دوی کار له نږدې ګوري.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشره حوا علم نورستانۍ وايي چې په تیرو څو ورځو کې د امریکا د سفارت په ګډون د ګڼو نورو هیوادونو دپلوماتان د ټاکنو کمیسیون ته ورغلي او د دوی کارونه یې خوښ کړي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له مشرې میرمن نورستانۍ سره بشپړه مرکه دلته وګورئ:

Your browser doesn’t support HTML5

نورستانۍ: پر موږ څوک فشار راوړلی نه شي نورستانۍ