د ترکیې انتخابات ښایي دویم پړاو ته ولاړ شي

د یکشنبې ورځې په انتخاباتو کې د ترکیې ۸۹ په سلو کې وګړو چې نومونه یې ثبت کړي و، په رای ګیرۍ کې برخه اخیستې وه.

په ترکیه کې د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې داسې معلومیږي چې برحال جمهور رئیس رجب طیب اردوغان او سیال یې کمال کلیچداراوغلو د یکشنبې ورځې په رای ګیرۍ کې اکثریت ندی ګټلی او له همدې کبله به ښایي دویم پړاو ته ولاړ شي.

د انادولو رسمي خبري اژانس په راپور کې ویل شوي چې تر دې دمه ۹۶ په سلو کې د رایو صندوقونه شمارل شوي چې پکې ښودل کیږي ۶۹ کلن اردوغان د خپل سیال څخه وړاندې دی خو بیا یې هم پنځوس جمعه یو اکثریت ندی ګټلی.

په شمیرل شویو رایو کې اردوغان ۴۹.۴۴ او کلیچداراوغلو ۴۴.۸۶ په سلو کې رایې ګټلي دي.

په عین حال کې د ترکیې جمهور رئیس ادعا کړي چې د خپل سیال څخه په ښکاره توګه مخکې دی خو تر څنګ یې دا هم ویلي که انتخابات دویم پړاو ته ولاړ شي، دی چمتو دی.

اردوغان په محلي وخت دوشنبه چې رایې لا هم شمیرل کیدې وویل، " لا نه پوهیږو چې د انتخاباتو نتیجه به په لومړي پړاو کې معلومه شي خو که ولس مونږ دویم پړاو ته بوځي، مونږ د هغه درناوی هم کوو."

ښاغلي اردوغان خپلو پلویانو ته په وینا کې دا هم وویل چې واکمن محافظه کار ائتلاف یې په پارلمان کې اکثریت څوکۍ ګټلي دي. د اردوغان سیال کمال کلیچداراوغلو هم ویلي که انتخابات دویم پړاو ته ولاړ شي، دی هوډ لري چې وبه یې ګټي.

هغه خپلو پلویانو ته وویل، " که ملت مو وایي چې دویم پړاو دی مونږ به یې په بشپړه توګه په دویم پړاو کې وګټو. زمونږ په ټولنې کې د بدلون لپاره اراده تر ۵۰ سلنې پورته ده."

رجب طیب اردوغان څه باندې شل کاله کیږي چې په ترکیه کې واکمني چلوي او پدې هیواد کې تر ټولو ډیره اوږده مشري هم ښاغلي اردوغان کړې. په راپورونو کې ویل شوي چې جمهور رئیس اردوغان د اټکل په خلاف ډیرې رایې ګټلي.

د ترکیې د انتخاباتو عالي شورا بیا ویلي چې لا هم یقیني نده چې انتخابات به دویم پړاو ته ولاړ شي ځکه د هغو ۳.۴ ملیون ترکانو رایې تر اوسه ندي شمارل شوي چې د دې هیواد څخه بهر ژوند کوي او په انتخاباتو کې د ګډون کولو په شرایطو برابر و.

د اې پي خبري اژانس په راپور کې ویل شوي چې د یکشنبې ورځې د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې په بهر کې د میشتو ترکانو په ګډون شاوخوا ۶۴ میلیون کسان واجد شرایط وو او ۸۹ په سلو کې وګړو په رای اچولو کې برخه اخیستې وه.

د جمهوري ریاست دواړو کاندیدانو ویلي چې دا د هیواد په تاریخ کې تر ټولو مهم انتخابات دي. که ټاکنې دویم پړاو ته ولاړې شي، اردوغان به د مۍ میاشتې تر ۲۸ پورې وخت ولري چې خپلې هڅې ګړندۍ کړي او د ګټلو لپاره به لا زیات کار وکړي.