نتنیاهو ښايي بیا ټاکنې وګټي

په اسرائیلو کې د ټاکنو لومړي نتایج ښيي چې بنیامین نتنیاهو له خپل سیال څخه مخکې دی.

که بنیاین نتنیاهو بیا بریالی شي، دا به پنځم ځل وي چې د اسرائیلو ټاکنې ګټي.

دا ځل د”لیکود“ ښي اړخي حزب چې بنیامین نتنیاهو یې مشري کوي د نورو ملتپالو ګوندونو سره په ګډه د پارلمان ډېرې څوکۍ ګټلي دي.

په دې سره به هغه ته دا زمینه هم برابره شي چې پرې د فساد د لګولوشویو تورونو پر ضد ودریږي. هغه د خپلو کمپاینونو پر مهال ویلي وو که یې ټاکنې وګټلې، په لویدیځه غاړه کې به یهود مېشتې سیمې د اسرائیلو برخه کړي.

په همدې حال کې د حماس ډلې یو مشر خلیل الحیا په اسرائیل کې د دغو ټاکنو په غبرګون کې دغه ټاکنې بې ځایه بللي او ټولې غاړې یې"د استعمار د سکې دوه خواوې" ګڼلي دي.

خلیل الحیا ویلي چې”د اسرائیلو ټولو سیاسي ډلو تر منځ هیڅ توپیر نشته او ددې پخلی یې کړی چې د حماس د ډلې جنګیالي به د فلسطین په خاوره د اسرائیلو استعمار ختمولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي. “

د اسرائیلو په دغو ټاکنو کې هیڅ یوې ډلې د فلسطین د کړکیچ د هوارولو په اړه کومه طرحه نه وه وړاندې کړې. یواځې بنیامین نتنیاهو د ټاکنو په وروستیو ورځو کې د لویدیځې بانک په سیمه کې د اسرائیلي ودانیو پراخولو ډاډ ورکړی و.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر ”میولت کوسګولو” د دغو ټاکنو د لومړیو نتایجو ته په غبرګون کې له اسرائیل څخه غوښتي چې د ګټلو په صورت کې دې په اسرائیل کې د کثرت ګرایۍ مخه ونیسي.