پروان کې د برېښنا بله پایه په ماین الوزول شوې

عکس: ارشیف

د پلازمېنې کابل او یو شمېر نورو ولایتونو د برېښنا جوړېدو سره سم یو ځل بیا پروان ولایت کې د وارداتي برېښنا بله ستنه په ماین الوزول شوې ده.

د افغانستان برېښنا شرکت وايي چې دغه پایه نن سهار چهارشنبه جون ۳۰ (چنګاښ ۹) د پروان ولایت په جنګل باغ سیمه کې نسکوره شوې ده.

د برېښنا شرکت وايي "ستنه پر عمومي سړک ړنګه شوې، د تګ راتګ مخه یې هم نیولې ده. تخنیکي کارکوونکي د پایې د رغولو او نصبولو لپاره سیمې ته رسېدلي دي."

په روانې اونۍ کې دا درېم ځل دی چې د وارداتي برېښنا ستنې په ماینونو الوزول کیږي.

څلور ورځې مخکې د یادو ستنو د بیا جوړولو لپاره د کابل او ۱۳ نورو ولایتونو برېښنا د ۷۲ ساعتونو لپاره قطع شوې وه.

تېره ورځ دغه ستونزه حل شوه خو نن سهار د بلې پایې د ړنګېدو له کبله یو ځل بیا د کابل او یو شمېر ولایتونو برېښنا قطع شوه.

د رپوټونو پر بنسټ په تیرو شپږو میاشتو کې د برېښنا لېږد ۳۰ ستنې په بمونو تخریب شوي چې پر رغولو یې تر اوسه د شاوخوا ۹۵۲ زره امریکا ډالرو لګښت راغلی دی.

د برېښنا شرکت ویاند سنګر نیازي امریکا غږ ته ویلي: "د ستنو نړېدو وروسته د وارداتي برېښنا د ضایع کېدو له امله افغانستان هر ساعت ۲.۷ میلیونه افغانۍ زیان کوي."

د عامه شتمنیو نړول په ځانګړې توګه د برېښنا ستنو د نړولو پېښې له څو میاشتو راهیسې په افغانستان کې ډېرې شوي دي.

افغانستان د خپلې اړتیا برېښنا ډېره برخه له بهره واردوي چې هر کال د نږدې ۲۱۷ میلیونو ډالرو په ارزښت لګښت پرې راځي.