د پایو الوځول؛ په کابل او هرات برېښنا قطعه شوې

عکس (ارشیف)

د افغانستان د برېښنا شرکت وایي ناڅرګندو کسانو د پروان ولایت سالنګ ولسوالۍ کې له ازبکستان څخه د وارداتي برېښنا دوې پایې په بمونو الوځولي دي.

د افغانستان د برېښنا شرکت ویاند سنګر نیازي نن سه شنبه جون اتمه (غبرګولې ۱۸) امریکا غږ ته ویل چې د یادو پایو په ویجاړېدو سره د کابل ترڅنګ یو شمېر نورو ولایتونو ته هم د برېښنا جریان قطعه شوی دی.

هغه وویل چې دغه پایو ته تېره شپه د سالنګ ولسوالۍ په «اهنګران» سیمه کې د ماین په واسطه چاودنه ورکړل شوې ده. د نوموړي په یوه پایه په بشپړه توګه او بله څه ناڅه ویجاړه شوې ده.

د برېښنا شرکت ویاند زیاته کړه: «د افغانستان د برېښنا شرکت تخنیکي ټيم نن سیمې ته رسېدلی دی، څېړنې یې پيل کړي دي تر څېړنو وروسته به د دغه پایو د جوړولو عملي کار پيل کړي.»

د نیازي په وینا دا چې یاده ساحه غرنۍ ده ممکن د جوړېدو چارې وخت ونیسي.

د افغاسنتان د برېښنا شرکت همدارنګه وايي چې نن سې شنبه سهار ۶ بجې په هرات ولایت کې هم له ایران هیواد څخه د ۱۳۲ کیلوولټ وارداتي برېښنا یوه پایه الوځول شوې ده.

برېښنا شرکت ویلي چې دغه پایه د هرات ولایت د غوریانو ولسوالۍ «کمانه» سیمه کې په ماین الوځول شوې چې له امله یې په هرات وارداتي برېښنا پرې شوې.

د افغانستان د برښنا شرکت د معلوماتو په اساس په تېرو ۴۰ ورځو کې په دغه هیواد کې د وارداتي برېښنا ۱۹ پایې په ماینونو الوځول شوي دي چې دغه شرکت ته یې لوی اقتصادي زیان هم رسولی دی.

د دغه ریاست د ویاند په وینا یادې پایې تر ډېره د کابل شمال او پر ولایت کې د «روښنايي» د دښمنانو لخوا په ماینونو تخریب شوي دي.

د افغانستان برېښنا شرکت تر دې مخکې له امنیتي ارګانونونو څخه د پایو د ویجاړونکو د نیولو غوښتنه کړې وه.

تر دامهاله د دغه پایو د تخریب مسؤلیت کومې ډلې نه دی منلی.