افغانستان کې له طبیعي ګازو د برېښنا د تولید دستګاه فعاله شوه

دا له طبیعي ګازو د برېښنا د تولید لومړۍ تجربه ده

د لومړي ځل لپاره د افغانستان په شمال کې له طبیعي ګازو څخه د برېښنا د تولید فابریکه فعاله شوه.

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، یاده دستګاه چې د طبیعي ګازو له لارې د ۴۰ میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري، تېره ورځ یې په په ازمایښتي توګه فعالیت پيل شوی دی.

د دغه وزارت ویاند عبدالقدیر متفي د دوشنبې په ورځ د نومبر پر ۱۱مه «لړم۲۰مه» امریکا غږ ته وویل، چې ټاکل شوې د یادې دستګاه برېښنا په جوزجان، سرپل او فریاب کې هغو کورنیو ته وویشل شي، چې برېښنا نه لري.

ښاغلي متفي زیاته کړه:"دا دستګا له طبیعي ګازو څخه د ۴۰ میګاواټه برېښنا د تولید ظریفت لري، په فعالیت پیل وکړ، د دې دستګاه چارې په شبرغان کې «بیات پاور» لخوا پر مخ وړل کېږي، چې د برېښنا وېش به یې په شبرغان، سرپل او فاریاب کې وشي."

نوموړي زیاته کړه، چې پر یادې دستګاه ۱۲ میلیونه امریکايي ډالره پانګونه کېږي، چې د اسیا پراختیايي بانګ هم پکې مرسته کړې ده.

د افغانستان د کانونو او پټرلیم وزارت وايي، هڅه کوي، چې د یادې پروژې په پلې کېدو سره په افغانستان کې له نورو طبیعي ګازو څخه هم د برېښنا د تولید په برخه کې ګټه واخلي.

د یادونې وړ ده، چې نړیوال بانک د روان ۲۰۱۹ کال په اکتوبر میاشت کې په افغانستان کې له طبیعي زېرمو څخه د انرژۍ د تولید په برخه کې له دوو پروژو سره د مرستې په توګه د ۹۸.۸میلیونه امریکايي ډالرو ورکولو منظورېدو خبر ورکړ.

یاد بانک ویلي، چې له یادو پروژو څخه یې هدف د داخلي منابعو له لارې د انرژۍ د تولید د کچې لوړول او د انرژۍ پر سکټور د خصوصي پانګونې هڅول دي.

افغانستان پر داسې مهال له طبیعي ګازو څخه د برېښنا د تولید تجربه کوي، چې دغه هېواد دا مهاله د خپلې اړتیا ۷۰سلنه برېښنا له تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان څخه واردوي او ۳۰ سلنه برېښنا له خپلو داخلي منابعو څخه تولیدوي.

په افغانستان کې د برېښنا نشتوالی له جدي ستونزو څخه ګڼل کېږي، چې لا هم ګڼې کورنۍ ورته لاس رسی نه لري.