د افغانستان ټرافیکي سیستم بریښنایي کیږي

د کابل ښار ټرافیکي وضعیت

افغان حکومت غواړي چې د هیواد ټرافیکي سیستم عصري او بریښنایي کړي.

د افغانستان ټولو بندرونو کی د بریښنایی سیسټم فعالول او د ټرافیکي سیسټم سره یې نښلول، په سړوکونو باندې د امنیتي کمرو لګول، مرکز او د اړوندو ادارو سره د ټرافیکي ادارو نښلول، د موټر چلولو د جواز او د ارشیف شویو ټرافیکي پیښو د اسنادو دیجیټل کول، ددغه پروگرام بنسټیزې موخې دي.

د مخابراتو او معلوماتې تکنالوژۍ وزارت د یکشنبې په ورځ (لیندۍ ٢٥) د کورنیو چارو له وزارت سره یو هوکړه لیک لاس لیک کړ چې له مخې یې دغه وزارت د هیواد ټرافیکي سیستم په عصري کولو او د اړونده پروسو په ساده کولو کې مرسته کوي.

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت ویلي چې دغه پروگرام د ملي اسنادو د بریښنایي کولو یوه برخه ده او ددې وزارت او د کورنیو چارو وزارت د ټرافیکو عمومي ریاست له خوا به په گډه پلې شي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر شهزاد اریوبي په کابل کې په یو خبري کنفرانس کې وویل چې دغه سیستم به په ټرافیکي ادارو کې د مدیریت چارې اسانې کړي.

د افغانستان د ټرافیکو د سیستم د عصري کولو اقدام پداسې حال کې کیږي چې پدې هیواد په ځانگړې توگه د کابل په گډون په سترو او گڼه گوڼه ښارونو کې ټرافیکي وضعیت خورا بې نظمه دی.

په افغانستان کې د یو عصري منظم ټرافیکي سیستم نشتوالی او په ادارو کې د فساد موجودیت ددې سبب شوی چې په زرگونو ناثبت شوي موټر د گرځیدو اجازه ترلاسه کړي

له بلې خوا د ټرافیکو اداره تل د افغانستان د فساد لرونکو ادارو په توگه تر نیوکو لاندې ده.

د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک هم څو میاشتې مخکې د افغانستان د ټرافیکو له مسؤلینو سره په غونډه کې ویلي وو "دې ته اړتیا ده چې د ټرافیکو د ادارې په مختلفو برخو کې بدلونونه راشي او په فساد ککړ کسان چې د ترافیکو د ادارې او د کورنیو چارو وزارت د بدنامۍ سبب شوي د پولیسو له لیکو نه وایستل شي".

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وویل چې د کابل ښار د ټرافیکو وضعیت د قناعت وړ ندی او ددې ادارې له مسؤلینو یې وغوښتل چې د ټرافیکو د وضعیت د رغولو لپاره ژر تر ژره خپلې طرحې جوړې او پلې کړي.