پکتیا کې طالبانو ۱۱ افغان سرتیري وژلي دي

د پکتيا ولايتي چارواکي وايي چې د دغه ولايت په زرمت ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په بريد کې ۱۱ افغان امنيتي سرتېري او ۱۹ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

په ګردېز کې د امنيتي ارګانونو د همغږۍ مرکز مشر ډګروال اسدالله سليمي امريکاغږ ته وويل، دغه بريد چې تېره شپه د ملي اردو او د نظم عامه پوليسو پر يوه ګډې امنيتي پوستې شوی، ۱۰ سرتيري په کې ټپيان شوي هم دي.

نوموړي زياته کړه چې په وژل شويو کې ۸ د ملي اردو سرتېري او ۳ د نظامه عامه پوليس شامل دي او په ټپيانو کې هم د اردو او د عامه نظم سرتيري شامل دي.

ډګروال اسدالله سليمي وويل چې د دوی معلوماتو له مخې سيمې ته د مرستندويه افغان امنيتي سرتېرو په رسيدو سره ۱۹ وسله وال طالبان هم وژل شوي او ۱۴ نور ټپيان دي.

په ورته وخت کې د پکتيا د امنيې قوماندانۍ وياند سردارولي تبسم امريکاغږ ته وويل، چې تېره شپه د زرمت ولسوالۍ په دولتزيو سيمه کې د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې څلور وسله وال طالبان وژل شوي دي.

نوموړي زياته کړه چې بريد پر يوه پيکپ موټر شوی او د طالبانو يو سيمه ييز قوماندان هم په کې وژل شوي، خو تر اوسه وسله والو طالبانو د دغو بريدونو په اړه څه نه دي ويلي.