سرپل کې ۱۱ ولسي پاڅون کوونکي د طالبانو په برید کې وژل شوي

چارواکي وايي، طالبانو د سرپل د سنچارک ولسوالۍ کې د ولسي پاڅون کوونکو په پوستو برید، چې ۱۱ پاڅون کوونکي وژلي.

د سرپل سیمیزو چارواکو دا منلې ده، چې وسله والو طالبانو تېره شپه ددې ولایت د سانچارک په ولسوالۍ کې د ولسي پاڅون کوونکو په پوستو برید کړی، چې په پایله کې یې یوولس ولسي پاڅون کوونکي وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.

د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې دا برید د سانچارک ولسوالۍ د تبر او تغای خواجه په سیمو کې شوې ده.

ښاغلي اماني وویل" متاسفانه یوولس کسه له ولسي پاڅون کوونکو شهیدان شوي دوه نور یې ټپیان شوي دي. د جګړې په جریان کې د نور الدین په نوم یو کس چې د دښمن له سر ګروپانو دی او ماهر نښه ویشتونکی هم دی له نورو درېیو دښمنانو سره وژل شوی او څلور نور ټپيان شوي دي".

تراوسه طالبانو پدې اړه څه ندي ویلي.
د سرپل والي ویاند وویل، طالبان افغان ځواکونو سره په جګړه کې د سنایپر یا دوربین لرونکی ټوپکو څخه هم کار اخلي.

هغه وویل "دښمن په وروستیو کې د امنیتي ځواکونو په وړاندې له نویو تکتیکونو نه ګټه پورته کوي. مونږ هم زیاتې اندېښنې له دې ناحیې لرو. دوی پرمختللو دوربین لرونکو وسلو ته لار پیدا کړې ده له دغو وسلو په امنیتي ځواکونو بریدونه کوي".

په غزني کې د طالبانو حمله

په غزني کې محلي چارواکي وايي، چې تېره شپه د طالبانو په ډله ایزه برید کې چې دې ډلې د جغتو په ولسوالۍ کې په محلي پولیسو کړي څلور محلي پولیس وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي دي.

د غزني د والي ویاند عارف نوري امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې د تېرې شپې په ۱۱ بجو او ۳۰ دقیقو د ۲۰۰ په شاوخوا کې طالب جنګیالیو د محلي پولیسو په پوستو د قیاق درې په سیمه کې حمله کړې ده او څلور محلي پولیس وژل شوي دي.

هغه زیاته کړه چې د مرستندویه ځواک په رسېدو سره د طالبانو حمله د سهار په پنځه نیمو بجو په شاه تمبول شوې ده.

د غزني امنیتي مسؤلین دا هم وايي، چې د امنیتي ځواکونو یو کاروان چې د جغتو ولسوالۍ د محلي پولیسو مرستې ته ته د طالبانو له یوه کمین سره مخ شوی او په پایله کې څلور پولیس وژل شوي او پنځه نور بیا ټپیان شوي دي.

طالبانو پدې اړه لا تراوسه څه ندي ویلي.