افغانستان کې د تېر نظام څارنوالانو، قاضیانو او مدافع وکیلانو ژوند په خطر کې دی - راپور

د افغانستان د حقوقپوهانو ټولنه وايي، تېر کال د طالبانو د بیاواکمنېدو وروسته، افغانستان له عدلي او قضايي اړخه له ناخوالو سره مخامخ شوی دی. دې ټولنې اندېښنه ښودلې چې په تېر نظام پورې اړوند د یو شمېر قاضیانو،‌ څارنوالانو او مدافع وکیلانو ژوند په خطر کې دی.

د افغانستان د حقوقپوهانو د ټولنې مرستیال، عبدالسبحان مصباح وویل: "د تېر نظام قاضیان،‌ څارنوالان او مدافع وکیلانو چې د عدالت په تامین کې یې ډېر اساسي نقش لوباوه په خواشینۍ سره د هغوی ژوند لا اوس هم په خطر کې دی. په شخصي توګه ترور کیږي، په حقیقت کې د دوی صحرايي محاکمې دا اوس هم ادامه لري او داسې یو تضمین چې د دوی د ژوند د دوی د مصونیت لپاره شتون ولري، په خواشینۍ سره نشته."

سږکال د جنورۍ ۲۴مه، له خطر سره د مخامخ مدافع وکیلانو نړیواله ورځ، په داسې وخت کې لمانځل کیږي ‌چې په افغانستان کې د طالبانو د بیاواکمنېدو وروسته ددغه هېواد پخوانی عدلي او قضايي سیستم له منځه وړل شوی دی.

د ملګرو ملتونو د څېړونکو یوې ډلې هم اندېښنه ښودلې، چې مدافع وکیلان، قاضیان، څارنوالان او نور هغه کسان چې د افغانستان له حقوقي نظام سره سروکار لري، مصونیت نلري او له جدي خطرونو سره مخامخ دي.

دغو څېړونکو په یوې تازه ګډه اعلامیه کې ویلي: "موږ په افغانستان کې د وکیلانو د وضعیت په اړه سخت اندېښمن یو. طالبانو په یو توپیري اقدام کې، هڅه کړې چې د افغانستان له حقوقي نظام څخه ټولې ښځینه قاضیانې، څارنوالانې او مدافع وکیلانې منع کړي."

د متحده ایالاتو حکومت د افغانستان د مدافع وکیلانو د ملاتړ ژمنه کړې ده.

د افغان مېرمنو او بشري حقونونو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري په یو تازه ټویټ کې ویلي، چې امریکا په افغانستان کې د هغو مدافع وکیلانو ترڅنګ دریږي چې طالبانو یې په یوه شپه کې فعالیتونه ختم کړل.

د ملګرو ملتونو اړوند څېړونکي وايي، د طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته ۲۵۰ قاضیانې، چې د افغانستان د قاضیانو ۱۰ سلنه جوړوي، له دندو ګوښه کړل شوي او په دې موده کې سلګونه څارنوالان او مدافع وکیلان هم له دندو لرې شوي دي.

د بشري حقونو د ملاتړو ادارو د معلوماتو په اساس، ګڼ شمېر افغان قاضیانې، څارنوالانې او مدافع وکیلانې ژوند ته د خطر له امله د هېواد پرېښودو ته اړې شوي او یا هم په پټه ژوند تېروي.

پخوانۍ مدافع وکیله فرزانه موج وايي د طالبانو د بیاواکمنېدو وروسته د افغان مدافع وکیلانو دپاره په افغانستان کې فضا قید شوې ده.

مېرمن موج امریکا غږ ته وویل: "نه یوازې د مدافع وکیلانو لپاره، بلکې د ټولنې د نورو خلکو لپاره، په ځانګړې توګه هغه ښځې چې مدافع وکیلانې وې، د خطرناکو مجرمینو له ویرې چې ممکن په طالبانو او یا نورو ډلو پورې اړه ولري، ونکړای شول په افغانستان کې پاتې شي. او هغه کسان چې دا مهال په افغانستان کې دي، په یو ډول له ګواښل لاندې ژوند کوي."

سره له دې چې یو شمېر افغان قاضیانې او څارنوالانې توانېدلي چې بهر ته ولاړې شي، خو د اټکل له مخې تر ۳۰۰ زیاتې څارنوالانې او قاضیانې دا وخت د بېکارۍ، امنیتي ګواښونو او ټولنیزو اندېښنو سره په افغانستان کې ژوند کوي.

د حقوقي چارو تحلیلګر عبدالسمیع ساپی وايي، مدافع وکیلانو، څارنوالانو او قاضیانو په افغانستان کې د نافذه قوانینو له مخې دندې ترسره کولې او باید خوندي اوسي.

ښاغلي ساپي امریکا غږ ته وویل: "دا ډېره سخته ده چې یو دولت له سقوط سره مواجه کیږي،‌او بل دولت راځي، ‌هغه بل دولت قاضي یا څارنوال، ‌مدافع وکیل یا پولیس تر تهدید لاندې راولي. دا ډېر غیر عادلانه او غیر انساني‌ کار دی، ‌ځکه دوی د خپلې وظیفې په خاطر دا اجرات کول. متاسفانه په افغانستان کې دا موضوع شتون لري. ‌متاسفانه دا جریان لري. هیله مند یو چې دا تهدیدات او ناخوالې چې د قضايي ارګانونو مسولین ورسره مخامخ دي، کم شي او ورک شي."

د ملګرو ملتونو څېړونکي وايي، په افغانستان کې د طالبانو له بیاواکمنیدو راهیسې په کابل او ددغه هېواد په نورو ولایتونو کې تر ۱۲ ډېر څارنوالان وژل شوي او د یو شمېر نورو کورونه پلټل شوي او نیول شوي دي.

خو طالبانو دا تورونه رد کړي او وايي د بل هر وخت په پرتله اوس په افغانستان کې د خلکو ژوند خوندي دی.