د ننګرهار له پېښې وروسته د افغانستان د ملي امنیت مشر استعفا وکړه

معصوم ستانکزی

ولسمشر محمد اشرف غني وایي چې د ننګرهار له پېښې وروسته یې د افغانستان د ملي امنیت د مشر معصوم ستانکزي استعفا ومنله.

په ننګرهار کې چارواکي وایي چې د (صفر۲قطعې) په نامه د افغانستان ځانګړو ځواکونو پر یو کور چاپه وهلې او څلور ځوانان یې وژلي دي.

ولسمشر غني وایي د دا ډول پېښو په مخنیوي کې د افغان امنیتي چارواکو د ناکامۍ له کبله یې د ملي امنیت د مشر معصوم ستانکزي استعفی ( پنجشنبه سپتمبر۶) منظوره کړه.

ولسمشر غني ویلي دي چې لویې څارنوالۍ ته یې سپارښتنه کړې ده چې د ننګرهار دا پېښه دې جدي وڅيږي.

هغه په ارګ کې د چارواکو په یوې غونډې کې دا پرېکړه اعلان کړه. ولسمشر غني چې د ملي امنیت مشاور حمدالله محب او ځينې نور چارواکي او مشاوران یې ورسره ناست دي، وايي چې تر ننګرهار مخکې په ځینو نورو ولایتونو کې هم دا ډول پېښې شوي دي.

ښاغلی غني وايي چې ده هغه وخت هم د دا ډول پېښو د مخنیوي جدي غوښتنه کړې وه. په ننګرهار کې ولایتي چارواکي وايي چې تیره شپه ( سنبلې ۱۳ مه) افغان امنیتي ځواکونو د جلال اباد ښار کې د شپې لخوا پر یو کور چاپه وهلې ده.

د ولایتي چارواکو په وینا تېره شپه (صفر-۲) ځانګړو ځواکونو پر یو کور چاپه وهلې او څلور ورونه یې وژلي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوګیاڼي امریکا غږ ته وویل چې په دغو عملیاتو کې وژل شوي ټول کسان د یوې کورنۍ غړي دي.

نوموړی وايي د ننګرهار والي دغه موضوع له ولسمشر محمد اشرف غني سره شریکه کړې ده چې د موضوع د څېړنې لپاره باصلاحیته پلاوی ننګرهار ته ولېږي.