کرکټ نړیوال جام: انګلنډ نیمه پایلوبې کې هند ته ماتې ورکړه؛ پایلوبه به له پاکستان سره کوي

انګلنډ د کرکټ د شل اوریز نړیوال جام په دوهمه نیمه پایلوبه کې هند ته د لسو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او ددغه جام فاینل ته ووت.

پایلوبه د یکشنبې په ورځ د انګلنډ او پاکستان تر منځ کیږي.

د استرالیا په اېډلیډ کې د پنجشنبې د روځې نومبر ۱۰ (لړم ۱۹) په لوبه کې انګلستان پچه وګټله او د هند لوبډله یې د لومړي بیټنګ کولو ته راوبلله.

د انګلنډ دوو پرانیستونکو توپ وهونکو الیکس هېلز او جاس بټلر وکړای شول چې د هند د ۱۶۹ منډو هدف په ۱۶ اورونو کې پوره کړي او تر پایه ناسوځېدلي پاتې شي.

هېلز د شپږو شپږیزو په مرسته ۸۶ منډې او بټلر د درې شپږیزو سره ۸۰ منډې وکړې. په دغه لوبه کې د هند د بیټینګ پیل ښه نه وو که څه هم ویرات کوهلي ۵۰ او هارډیک پانډیا ۶۳ منډې وکړې.

د انګلنډ د لوبډلې کپتان جاس بټلر د لوبې په ګټلو خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې په لوبډلې کې د ډیرو توپ وهونکو شتون دا ممکنه کړې وه چې د پیل لوبغاړي تیزه لوبه وکړي.

په عین حال کې د هند کپتان روهیت شرما په نننۍ لوبې کې د خپلې لوبډلې په کړنې مایوسي وښوده.

هغه وویل چې د میدان وضعیت ته په کتو په ۱۶ اورونو کې د دومره ستر هدف پوره کول ممکن نه خو تر څنګ یې دا هم وویل چې لوبډله یو څه تر فشار لاندې وه.

په اسټرالیا کې دا سیالۍ د شل اوریز نړیوال جام اتم ځل دی چې کیږي.

دا دویم ځل دی چې د انګلستان لوبډله د دې سیالیو پای لوبې ته لار پیدا کوي. دې لوبډلې په ۲۰۱۰ کال کې د شل اوریز نړیوال جام اتلولي هم ګټلې خو په ۲۰۱۶ کال کې یې په پای لوبې کې د ویسټ انډیز لوبډلې په خلاف ماتې وخوړله.

همدارنګه د پاکستان لوبډله د دویم ځل لپاره د نړیوال شل اوریز جام پای لوبې ته لار پیدا کوي. دې لوبډلې په ۲۰۰۹ کال کې د دې جام اتلولي ګټلې خو په ۲۰۰۷ کال کې یې د هند سره په لوبې کې ماتې وخوړله.

ټاکل شوې د پاکستان او انګلنډ تر منځ پای لوبه د را روانې یکشنبې په ورځ نومبر ۱۳ د اسټرالیا د ملبورن په لوبغالي کې وشي.

افغانستان هم په دغه نړیوال جام کې و چې درې لوبې یې وبایللې او دوه لوبې یې د باران له کبله ونشوې.