انګلنډ پاکستان ته ماتې ورکړه او د کرکټ نړیوال جام یې وګاټه

د کرکټ د شل اوریز نړیوال جام په پایلوبه کې انګلنډ نن یکشنبه نومبر ۱۳ (لړم ۲۲) پاکستان ته د پنځو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او دغه جام یې وګاټه.

د استرالیا په ملبورن کې، انګلنډ په نننۍ لوبه کې پچه وګټله او پاکستان یې لومړي بیټینګ کولو ته راوبله. د پاکستان لوبډلې په ټاکل شویو ۲۰ اوورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو انګلنډ ته د ۱۳۸ منډو هدف وټاکه.

د انګلنډ لوبډلې ټاکلی هدف په نولسم اوور کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ.

د انګلنډ بن سټوک ۵۲ منډې وکړې. پرانیستونکی توپ وهونکی جاس بټلر له ۲۶ منډو کولو وروسته وسوځېد. هري بروک او معین علی په ترتیب ۲۰ او ۱۹ منډې وکړې.

د انګلنډ د بالینګ په برخه کې شان کرن ښه وځلېد. هغه په خپلو څلورو اوورونو کې یوازې ۱۲ منډې ورکړې او د پاکستان درې توپوهونکي یې وسوځول. د انګلنډ ورو توپ اچونکي عادل رشید په څلورو اوورونو کې ۲۲ منډې ورکړې او دوه لوبغاړي یې وسوځول. کریس جورډن هم د پاکستان دوه توپوهونکي وسوځول.

د پاکستان پرانیستونکي دوه توپوهونکي هغسې و نه ځلېدل چې تمه وه. محمد رضوان له ۱۵ منډو او بابر اعظم له ۳۲ منډو کولو وروسته وسوځېدل. د پاکستان د بیټینګ په برخه کې شان مسعود په ۲۸ توپونو ۳۸ منډې وکړې او شاداب خان ۲۰ مندې وکړې، پاتې ټول پاکستاني توپوهونکي له ۱۰ څخه د لږو منډو کولو وروسته وسوځېدل.

انګلنډ له دې وړاندې په ۲۰۱۰ کې د کرکټ شل اوریز نړیوال جام ګټلی و.

افغانستان هم ددې کال په جام کې برخه لرله. افغانستان د لوبو په لومړي پړاو کې خپلې درې لوبې وبایللې، دوه لوبې یې د باران له کبله ونشوې او د لوبو دوهم پړاو ته له تللو څخه پاتې شو.