د انګلنډ کرکټ لوبډله ۱۷ کاله وروسته پاکستان ته تللې 

د پاکستان او انګلنډ ترمنځ د کرکټ‌ سیالۍ د سپتمبر په شلمه پېلېږي

د انګلنډ د کرکټ ملي لوبډله پاکستان ته رسېدلې چې له دغه هېواد سره یو لړ شل اوریزې سیالۍ تر سره کړي.

دا له ۲۰۰۵ کال راوروسته لومړی ځل دی چې د انګلنډ د کرکټ لوبډله پاکستان ته سفر کوي.

ټاکل شوې وه چې دا لوبډله تېرکال پاکستان ته تللې وای، خو کله چې نیوزلنډ د امنیتي‌ستونزوله کبله په پاکستان کې خپلې لوبې لغوه کړې او لوبډله یې بېرته وروبلله، انګلنډ هم خپل پلان شوی سفر وځنډوه.

د پاکستان کرکټ بورډ د نیوزلنډ لوبډلې دا پرېکړه غندلې وه او دا یې بې احترامي بللې وه.

د انګلنډ کرکټ لوبډله د تېرې پنجشنبې په ورځ د پاکستان د کراچۍ ښار ته ورسېدله. د انګلنډ او پاکستان ترمنځ د کرکټ سیالۍ سبا سه شنبه سپتمبر ۲۰مه پیلېږي او د اکتوبر په دویمه به ختمې شي.

دواړه هېوادونه اووه شل اوریزې سیالۍ کوي، دغو لوبو ته بله میاشت په استرالیا کې د کرکټ د نړیوال کپ سیالیو ته د چمتوالي په سترګه هم کتل کېږي.

د انګلنډ کپتان جاس بټلر وویل: «موږ خوشحال چې دلته یو، دا زما د پاکستان لومړۍ تجربه ده. ځینو لوبغاړو چې د پاکستان د کرکټ په سوپر لیګ کې لوبېدلي و، د پاکستان په اړه یې ښه ویلي‌ وو.»

د انګلنډ او پاکستان کرکټ‌ لوبډلو ترمنځ لوبې به د کراچۍ او لاهور په ښارونو کې وي.

څو کاله مخکې د لاهور په ښار کې وسله والو د سري لانکا دکرکټ په لوبډلې برید وکړ چې ورسره پاکستان ته د بهرنیو لوبډلو سفرونه وځنډول شول، د پاکستان لوبډلې به اماراتو کې خپلې نړیوالې لوبې کولې او هلته به یې نور هېوادونه وربلل. خو په دې وروستیو کې د نیوزلنډ په ګډون، د ویسټ‌ انډیز، زمبابوې او بنګله دېش لوبډلو پاکستان ته سفرونه وکړل.

د فرانسې خبري اژانس وايي چې پاکستان ته د انګلنډ لوبډله داسې مهال سفر کوي چې دا هېواد په اقتصادي‌ لحاظ ځپل شوی او وروستیو سیلابونو هم په کې یو شمېر کسان مړه کړي او ۳۳ میلیون نور انسانان یې زیانمن کړي‌، خو د دواړو هېوادونو د کرکټ ادارو ویلي چې دا پلان شوې لوبې به کېږي.

د انګلنډ د کرکټ بورډ یو چارواکي راب کي ویلي دي چې دا لوبې به ځپل شویو خلکو ته هیلې او خوښي وبخښي.