د انګلنډ د کرکټ لوبډلې روزونکی برېنډن مکولم بې ګناه وګڼل شو 

برېنډن مکولم

د انګلنډ او ویلز کرکټ بورډ د انګلنډ د ټست لوبډلې روزونکي برېنډن مکولم ته په لوبو باندې د شرط وهلو په انلاین کاروبار کې د ښکېلتیا له کبله د فساد ضد قانون څخه د سرغړونې په قضیه کې برائت ورکړ.

دا کرکټ بورډ وايي‌ چې په دې اړه به نور اقدامات نه کېږي. د نیوزلنډ دغه پخواني کپتان، چې اوس د انګلنډ د ټست کرکټ روزونکی دی، ویلي دي‌ چې د [22Bet] شرط وهلو په نوم شرکت سره یې خپل سوداګریز رول ختم کړ.

برېنډن مکولم په څو اعلانونو کې لیدل شوی چې ددغه شرکت لپاره یې تبلیغات کول. تېره میاشت د مکولم په رسمي فیسبوک پاڼې کې یو اعلان خپور شو چې هغه په کې د هند د تجارتي لیګ [IPL] په اړه د [22Bet] شرکت اعلان خپروي.

د انګلنډ او ویلز کرکټ بورډ د قانون په اساس لوبغاړي، روزونکي او مقامات نشي کولای چې د کرکټ په لوبو باندې شرط‌ وهل وهڅوي او یا په کې برخه واخلي.‌

د مکولم له لوري د دغه شرکت له اعلان وروسته د انګلنډ او ویلز کرکټ بورډ وویل چې د هغه روابط به د [22Bet] له شرکت سره معلوم کړي.

د انګلنډ او ویلز کرکټ بورډ نن چهارشنبه اپریل ۱۹ (وري۳۰) اعلان وکړ چې برېنډن مکولم د قانون خلاف کوم کار نه دی کړی.

د بورډ یو ویاند وویل چې«له تېرو څو ورځو راهېسې له برېنډن سره خبرې روانې» وې او «موږ تائیدوو چې په دې اړه به نور اقدامات نه کېږي.»

راپورونه وايي‌ چې برېنډن مکولم د شرط تړلو له دغه شرکت سره خپل روابط‌ ختم کړي دي. مکولم څه موده مخکې د انګلنډ د ټست لوبډلې روزونکی وټاکل شو او د ده په روزنې کې انګلنډ تر دې دمه په خپلو ۱۲ لوبو کې یې لس ګټلې دي.

مکولم په خپل وخت کې یو قوي‌ توپ وهوونکی و چې د ده په کپتانۍ کې نیوزلنډ ډېرې لوبې ګټلې وې.

دا مسئله داسې مهال مخې ته راځي‌ چې ټاکل شوې شاوخوا دوې میاشتې وروسته د انګلنډ او استرالیا ترمنځ د «اشیز» په نوم مشهورې ټست لوبې پیل شي.