معین علي وایي د اسټرالیا یو لوبغاړي ورته "اسامه" ویلي

معین علي د انګلستان د لوبډلې مسلمان لوبغاړی دی.

د انګلستان د لوبډلې مسلمان لوبغاړي معین علي تور لګولی چې د اسټرالیا یو لوبغاړي ورته د لوبې پر وخت "اسامه" ویلي دي. معین علي دا خبره د سوانح په کتاب کې کړیده.

د ګارډین ورځپاڼې د معین علي د قوله لیکلي دي چې د اسټرالیا او انګلستان تر منځ د اشیز ټیسټ لوبو پر وخت د اسټرالیا یو لوبغاړي معین علي ته مخ ور واړوه او ورته یې وویل "واخله اسامه".د اسټرالیا د لوبغاړی هدف ښایي د القاعده د شبکې پخواني مشر اسامه بن لادن ته وي چې امریکایي ځواکونو په پاکستان کې وواژه.

معین علي ورځپاڼې ته ویلي دي چې د اسټرالیا د یو لوبغاړي نه چې نوم یې ندی اخیستل شوی د دې ټکو تر اوریدو وروسته د قهر او غضب نه "تک سور واوښتم"

د اسټرالیا کرکټ د معین علي د دې تورونو په ځواب کې ویلي دي چې دغه ډول څرګندونې " زمونږ په سپورټ او ټولنې کې د منلو وړ ندي او هیڅ ځای نلري."

د اسټرالیا کرکټ مسؤلینو ویلي دي دا موضوع ډیره جدي ګڼي او د انګلستان د کرکټ بورډ سره په ګډه کار پرې کوي.

معین علي ادعا کړیده چې د موضوع په اړه یې په هماغه وخت کې د لوبډلې روزونکي ته احوال ورکړی و او هغه بیا دا موضوع د اسټرالیا د روزونکي سره شریکه کړې وه. خو د اسټرالیا روزونکي وایي په کوم لوبغاړي چې دا ادعا شوې، پخپل وضاحت کې ویلي دي چې معین علي ته یې "اسامه" نه بلکي د موقتي یا (پارټ ټایمر) خطاب کړی و.

معین علي پخپلو یادښتونو کې دا هم لیکلي چې د اسټرالیا لوبغاړي "بې ادبه" دي اود نورو لوبغاړو درناوی نکوي.