اردوغان: د اوکراین د اټومي بټۍ په جنجال کې منځګړیتوب کولی شو

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د شنبې په ورځ سپټمبر ۳ (وږې ۱۲) د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته وویل چې ترکیه د اوکراین د ژاپورژیا اټومي بټۍ په جنجال کې چې روسي ځواکونو نیولې، منځګړیتوب کولی شي.

د ترکیې جمهوري ریاست ویلي : « ولسمشر اردوغان څرګنده کړه، ترکیه د غله جاتو د توافق په شان، د ژاپورژیا اټومي‌ بټۍ په مسله کې هم د سهولت رامنځ ته کوونکي رول لوبولی شي.»

د روان میلادي کال په جولای میاشت کې کیف او مسکو د ترکیې او ملګرو ملتونو په منځګړیتوب د اوکراین د غله جاتو توافق لاسلیک کړ.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اوکراین په لفیف ښار کې د هغه هیواد له جمهور رئیس ولادمیر زیلنسکي سره د ملاقات پرمهال د اټومي ناورین د خطراتو په اړه خبرداری ورکړ. هغه وویل:« موږ اندیښمن یو. موږ بل چیرنوبل نه غواړو.»

د ترکیې ولسمشر په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي چې د اروپا د سترې اټومي‌ بټۍ ژاپورژیا په اړه چې اوس د روسي ځواکونو په کنټرول کې ده، د خطرونو د رامنځته کیدو خبرداري مخ په زیاتیدو دي.

اوکراین د جمعې په ورځ وویل چې انرګودر ښار ته یې نږدې د روسانو یو کمپ بمبار کړی، د توپخانې درې سیستمونه او د وسلو یو ډیپو یې له منځه یوړي دي.

د اټومي انرژۍ د نړیوال آژانس یو قوي ۱۴ کسیز ټیم چې د ملګرو ملتونو د اټومي څار ادارې مشر رافائل ګروسي هم ورسره وو، د ژاپورژیا د اټومي‌ بټۍ تر کتلو وروسته وویل چې ، یاده بټۍ په جګړو کې زیانمنه شوېده.

ترکیه چې له کیف او مسکو سره ښې اړیکي لري، اوکراین سره ېې د ډرون الوتکو مرسته کړې او د مسکو په وړاندې د غرب له بندیزونو سره یوځای شوې نده.

له زیلنسکي سره تر ملاقات مخکې، ښاغلي اردوغان په سوچې کې د ولسمشر پوتین سره وکتل او دواړو هیوادونو د اقتصادي‌ اړیکو د پراخیدو ژمنه وکړه.

د ترکیې جمهوري ریاست ویلي پوتین او اردوغان نن د شنبې په ورځ په خپله ټلفوني اړیکه کې هوکړه وکړه چې د سپټمبر په ۱۵ او ۱۶ نیټه به د شانګهای د همکاریو سازمان د غونډې پرمهال چې د ازبکستان په سمرقند کې جوړیږي، نورې خبرې هم وکړي.