اردوغان د اوکراین د جګړې ژر تر ژره پای ته رسیدو غوښتنه وکړه 

د شانګهای د همکارۍ سازمان سیمه ییزه غونډه

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د جمعې په ورځ سپتمبر ۱۶ (وږي ۲۵) د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په ګډون د شانګهای د همکارۍ سازمان سیمه ییزې غونډې ته وویل چې غواړي د اوکراین جګړه «څومره ژر چې ممکنه وي» پای ته ورسیږي.

اردوغان هڅه کوي چې له مسکو سره د خپلو ښو اړیکو په کارولو سره ولسمشر پوتین دې ته وهڅوي چې په ترکیه کې د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره د اوربند لپاره مستقیمې خبرې وکړي.

ښاغلي اردوغان د پخواني شوروي اتحاد په جمهوریت اوزبیکستان کې د شانګهای د همکارۍ سازمان غونډې ته وویل چې ترکیه د جګړې د پای ته رسولو لپاره ډیپلوماټیکې هڅې کوي.

هغه زیاته کړه: «موږ هڅه کوو چې ژر تر ژره د ډیپلوماسۍ له لارې د اوکراین شخړه پای ته ورسوو.»

د ترکیې ولسمشر اردوغان د ښاغلي پوتین هغه اندیښنې ته هم غبرګون وښود چې ویلي یې دي د ملګرو ملتونو او ترکیې په منځګړیتوب د موافقې له مخې له اوکراین څخه بهر ته لیږدول شوې غله په کافي اندازه مخ په ودې هیوادونو ته نه رسیږي.

اردوغان وویل: "موږ صادقانه هڅې کوو چې غله هغو کسانو ته ورسوو چې ورته اړتیا لري، په ځانګړې توګه په افریقا کې زموږ وروڼو او خویندو ته."

د شانګهای د همکارۍ سازمان کې چین، هند، پاکستان، روسیې او د پخواني شوروي د مرکزي اسیا له هېوادونو قزاقستان، قرغزستان، تاجیکستان او اوزبیکستان غړیتوب لري. دا سازمان په ۲۰۰۱ کال کې د یو سیاسي، اقتصادي او امنیتي سازمان په توګه د غربي بنسټونو د مقابلې لپاره جوړ شو.

ټاکل شوې چې اردوغان نن د جمعې په ورځ د سمرقند د غونډې په څنډه کې له پوتین سره خصوصي کتنه وکړي.

د ناټو غړې ترکیه اوکراین ته وسلې ورکوي او په عین وخت کې د جګړې پر مهال له روسیې سره د سوداګرۍ د پراختیا هڅه کوي.

اردوغان استدلال کوي چې ددې هیواد دغه "انډول" دریځ ته اړتیا ده ځکه چې ترکیه د روسیې د انرژۍ په رسولو باندې ډیر تکیه لري.

له بلې خوا د چين ولسمشر شي جين پينګ د جمعې په ورځ سپتمبر ۱۶ په اوزبیکستان کې د شانګهای سازمان سرمشريزې کې د سیمې د هیوادونو له مشرانو وغوښتل چې د لويديځ د نړيوال نفوذ د ننګونې په خاطر نړيوال نظم ته نوې بڼه ورکړي.

شي جين پينګ غونډې ته وویل، مشران بايد «په ګډه کار وکړي چې د نړيوال نظم پرمختګ په عادلانه او معقول لوري ترویج کړي او په وینا یې ددې سازمان غړي هیوادونه باید «د ملګرو ملتونو په بنسټ کې نړيوال نظام وساتي

شي جين پينګ سرمشريزې ته وويل چې غړي بايد «د ملګرو ملتونو د بنسټ په اساس نړيوال نظام وساتي.»

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د چین د ولسمشر شی جینپینګ او نورو اسیایي مشرانو سرمشریزې ته په وینا کې "د قدرت د نویو مرکزونو" د مخ په زیاتیدونکي نفوذ ستاینه وکړه او وویل: "د قدرت د نویو مرکزونو مخ په زیاتیدونکي رول چې یو له بل سره همکاري کوي ... ورځ تر بلې روښانه کیږي."

پوتین وویل: «موږ له ټولې نړۍ سره همکارۍ ته چمتو یو.»

هغه زیاته کړه: «زموږ پالیسي له هر ډول خود غرضۍ څخه پاکه ده. موږ هیله لرو چې نور ... د ورته اصولو سره سم خپلې تګلارې پرمخ یوسي او د محافظت وسایل، غیرقانوني بندیزونه او د اقتصادي خود غرضۍ کارول بند کړي."

د شانګهای د همکارۍ سازمان سرمشریزې، پوتین او شي او د هند او پاکستان په ګډون د څو آسیایی هیوادونو مشران سره پداسې حال کې راټول کړي چې روسیه غواړي په ډاګه کړي چې د اوکراین د جګړې له امله په بشپړ ډول منزوي شوې نده.