اردوغان لا هم ناټو سره د سویډن یو ځای کیدو په هکله مخالفت لري

رجب طیب ادروغان وایي چې د اسلام څخه کرکې او ترهګریزو ډلو سره ټینګه مبارزه یې مهم شرطونه دي،.

پداسې حال کې چې ټاکل شوې د ناټو غړيو هیوادونو مشران څه باندې یوه اوونۍ وروسته عمومي غونډه وکړي چې د سویډن غړیتوب یې ښایې د بحث یوه موضوع وي خو د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان لا هم د نړۍ پدې تر ټولو ستر نظامي سازمان کې د سویډن غړیتوب سره مخالفت پای ته ندی رسولی.

ښاغلي اردوغان دوشنبه جولاۍ درېیمه (چنګاښ۱۲) داسې نښه څرګنده ګړه چې ګواکې دا هیواد لا هم چمتو ندی سویډن د ناټو غړی شي. د ترکیې جمهور رئیس چې د کابینې غونډې څخه وروسته یې خبریالانو سره خبرې کولې وویل چې "سویډن لا هم باید د خپل کورنۍ کار بشپړولو لپاره ډیر څه وکړي".

اردوغان پخپلو خبرو کې یو ځل بیا د سویډن په پایتخت سټاکهولم کې د قرانکریم یوې نسخې سوځیدل وغندل او دا کړنه یې د مسلمانانو پر ضد د کرکې جرم وباله.

هغه زیاته کړه: "مونږ دا واضح کړې چې د ترهګریزو سازمانانو او اسلام څخه کرکې په خلاف ټینګه مبارزه کول زمونږ سرې کرښې دي. ټول باید پوه شي چې د ترکیې ملګرتیا د ترهګرۍ سره په ملاتړ او یا هغوي ته په ځای ورکولو نشي ګټل کیدی."

سره لدې چې د متحده ایالاتو په ګډون د ناټو ټولو غړیو هیوادونو پدې سازمان کې د سویډن یو ځای کیدو سره ملاتړ ښودلی خو ترکیه او هنګري یوازیني غړي دي چې لا هم مخالفت کوي.

ترکیه په سویډن تور لګوي چې د اسلام ضد مظاهرو او هغو ډلو سره ډیر نرمښت ښیي چې انقره یې د خپل ځان لپاره امنیتي ګواښ بولي. پدې ډلو کې د کردانو کارګر ګوند هم دی چې د څو لسیزو راپدیخوا د ترکیې په خلاف خونړی بغاوت کوي.

ناټو کوښښ کوي چې په لیتوانیا کې د دې سازمان د غړیو هیوادونو مشرانو د غونډې څخه وړاندې چې د همدې روانې جولاۍ میاشتې په ۱۱مې او ۱۲ مې کیږي، سویډن ته غړیتوب ورکړي خو ترکیه لا هم ټینګار کوي چې سټاکهولم خپل مسؤلیت ندی بشپړ کړی.

د ترکیې جمهور رئیس پرته لدې چې د سویډن لپاره خپل ټول شرایط په ډاګه کړي او نور جزیات ورکړي وویل: "د پام غلطوونکو تاکتیکونو پر سر د وخت بربادولو پر ځای مونږ پدې باور یو چې پخپلو ژمنو عمل کول به ډیر منطقي او ګټور میتود وي. مونږ د هغوي څخه غواړو چې خپل ځان ته په ځیر وګوري او خپله کورنۍ دنده په غوره توګه وکړي."

سویډن او فنلنډ دواړو تیر کال د ترکیې سره یو تفاهم لاسلیک کړی و او ژمنه یې کړې وه چې د انقرې د اندیښنو چاره به کوي. پدې تفاهم کې د اسلام څخه کرکې سره مبارزه نه وه شامله.

د ترکیې جمهور رئیس په سویډن کې د مظاهرې په هکله چې د قرانکریم یوه نسخه هم پکې وسوځول شوه وویل: "په سټاکهولم کې زمونږ په سپیڅلي کتاب وحشیانه برید مونږ ټول په غصه کړي یو."

د ترکیې جمهور رئیس ناټو سره د یو ځای کیدو لپاره د فنلنډ په هکله خپل مخالفت ختم کړ او دا هیواد د همدې کال د اپریل په میاشت کې د ناټو غړی شو.

پداسې حال کې چې د ناټو غړیتوب تر لاسه کولو لپاره د غوښتنې تر سپارلو وروسته سویډن خپله د ترهګرۍ ضد پالیسي بدله کړې خو ترکیه ادعا کوي چې د ترهګرو ډلو ملاتړي لا هم په ازادانه توګه پدې هیواد کې ګرځي راګرځي، مظاهرې تنظیم کوي، نوي غړي جذبوي او مالي امکانات برابروي.