افغانستان کې د کرونا واکسین د تطبیق مرکزونه زیات شوي

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې د کرونا ویروس واکسین د نوو مرکزونو د رامنځته کولو خبر ورکوي او وايي چې د یاد واکسین تطبیق په جدي توګه روان دی.

د یاد وزارت ویاند جاوید هژیر د دوشنبې په ورځ اپرېل ۱۱ (وري ۲۲) امریکا غږ ته وویل چې اوس مهال په دغه هیواد کې د کرونا ویروس د واکسین کولو ۶۰۸ مرکزونه فعال دي.

ښاغلي هژیر زیاته کړه چې په وروستیو اونیو کې په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې د کرونا ویروس د تطبیق ۲۳۱ نوي مرکزونه رامنځته شوي دي.

هغه د دې اقدام هدف خلکو ته د اسانتیاو رامنځته کول وبلل او زیاته یې کړه چې اوس مهال په ورځ کې په اوسط ډول ۸۶۰۰ کسان واکسین کیږي.

د روغتیا وزارت ویاند همدارنګه وویل چې په وروستیو اتو میاشتو کې په ټول افغانستان کې ۴.۳میلیون کسان واکسین شوي دي.

طالب چارواکو تر دې مخکې ویلي و چې د کرونا واکسین د تطبیق له پيل څخه بیا تر دا مهاله څه باندې ۸ میلیون کسانو ته د کرونا واکسین تطبیق شوی دی او په خبره یې دغه بهیر په چټکۍ سره روان دی.

په داسې حال کې چې طالبان د کرونا واکسین په چټکۍ سره د کرونا واکسین تطبیق خبر ورکوی، خو تر دې مخکې د سره صلیب نړیوالې ادارې د کرونا واکسین د بهیر پر پڅوالي انتقاد کړی و. او په دې برخه کې د توجه غوښتنه کړې وه.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت تیره ورځ امریکا غږ ته وویل چې اوس مهال په دغه هیواد کې د کرونا ویرویس مثبتو پېښو کې د پام وړ کموالی راغلی دی.

د یاد وزارت ویاند جاوید هژیر وویل چې یوازې تیره اونۍ په ټول هیواد کې د کرونا ویروس ۳۰۴ مثبتې پېښې ثبت شوي دي. هغه زیاته کړه چې په دغه موده کې په کرونا ویروس اخته اووه ناروغان مړه شوي دي.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۰۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پيدا شو او وروسته نورې نړۍ ته هم خپور شو.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په نړۍ کې نژدې ۴۹۹ میلیون کسان په کرونا ویروس اخته شوي چې له شپږ میلیون او ۱۷۶زره کسان مړه شوي دي.