یوه ایتیوپیایي بوینگ ٧٣٧ ډوله الوتکه د پلازمینې ادیس ابابا څخه له الوتلو څو شیبې وروسته لویدلې او ټولې ١٥٧ سپرلې یې وژل شوي دي.
د ایتیوپیا د هوایي چلند ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي چې الوتکه یې نوې وه او په نومبر میاشت کې دغه شرکت ته ورکړل شوی وه.
دې شرکت همداشان ویلي دي چې په الوتکه کې سپاره ١۴٩ مسافر او اته تنه عمله پداسې حال کې وژل شوي چې الوتکه له شپږ دقیقو پرواز وروسته ولویدله.
د کینیا دولتي رسنۍ ویلي دي چې ددې الوتکې په سپرلیو کې د ٣٣ هیوادونو مسافر شامل وو چې په هغو کې ٣٢ تنه یې د کینیایان، ١٧ تنه یې ایتیوپیایان وو.
د ایتیوپیا صدراعظم ابي احمد پر خپل ټویټر دا پېښه تائید کړې او په دغه پېښه کې د وژل شوو کسانو له کورنیو سره غمرشریکي ښودلې ده.
نوموړي ویلي:"له ټولو کورنیو سره غمشریکي ښه یم چې په دې پېښه کې یې د کورنیو غړي وژل شوي."
The Office of the PM, on behalf of the Government and people of Ethiopia, would like to express it’s deepest condolences to the families of those that have lost their loved ones on Ethiopian Airlines Boeing 737 on regular scheduled flight to Nairobi, Kenya this morning.
— Office of the Prime Minister - Ethiopia (@PMEthiopia) March 10, 2019
د ایتوپیا چارواکو ویلي چې دغه الوتکه نن سهار اته بجې او ۴۴ دقیقې د ایتوپیا له هوايي ډګر څخه د کینیا په لور روانه شوه چې تر پورته کېدو لږ وروسته لویدلې ده.