اروپایي ټولنې له انټرنیت نه د مضرو محتویاتو په لرې کولو موافقه وکړه 

اروپایي ټولنې د شنبې په ورځ اپریل ۲۳ (غوایي څلورمه) په یو نوي قانون موافقه وکړه چې د تکنالوژۍ له سترو شرکتونو وغواړي له انټرنټ څخه مضر محتویات حذف کړي.

د ډیجیټل خدماتو قانون د یوې سترې پروژې دوهمه برخه ده چې موخه یې د پلیټفورمونو او ویب پاڼو لپاره د سختو پایلو د ډاډ ترلاسه کول دي چې د کرکې ویناو څخه نیولې تر ناسمو معلوماتو او د ماشومانو د جنسي تیري د انځورونو پورې د ممنوعه محتویاتو د یو اوږد لست کوربتوب کوي.


د اروپایي ټولنې چارواکو او د پارلمان غړو په بروکسل کې په خبرو کې بالاخره د شنبې په ورځ اپریل ۲۳ په یو قانون موافقې ته ورسیدل چې د ۲۰۲۰ کال راهیسې پرې کار کیده.

د اروپایي ټولنې د کمیسیون رئیسې اورسلا فون دیر لاین په خپل ټویټر باندې نننۍ موافقه «تاریخي» ګڼلې او ویلي یې دي: «زمونږ نوي مقررات به آنلاین کارونکي وساتي، د بیان د ازادۍ او د سوداګریزو فرصتونو د رامنځته کیدو ضمانت به وکړي.»

آغلي فون دیر لاین ویلي: «هغه څه چې په اروپایي تولنه کې په عادي توګه غیرقانوني دي، هغه به په آنلاین کې هم غیر قانوني وي.»

د اروپایي ټولنې د شنبې د ورځې دغه موافقه ایجاب کوي چې د اروپيایي ټولنې ۲۷ غړي هیوادونه او اروپايي پارلمان یې تصویب کړي.

دغه مقررات د ډیجیټل مارکیټ د قانون یوه برخه ده چې د ګوګل او فیسبوک په څیر د تکنالوژۍ د سترو شرکتونو ترمنځ غیر- رقابتي کړنې په نښه کوي او په تیر مارچ میاشت کې ترلاسه شوي دي.

دغه لایحه د تکنالوېي د سترو شرکتونو له تبلیغاتو او د بیان د ازادۍ د پراختیا په اړوند د بحثونو سره مخامخ شوی وه.

دا مقررات له پلټفورمونو غواړي هغه غیرقانوني محتویات چې دوی یې د شتون په اړه خبرتیا تر لاسه کوي ژر تر ژره لرې کړي. د ټولنیزو رسنیو شبکې باید هغه کارونکي حذف کړي چې په پرله پسې توګه قانون ماتوي.

د انټرنیټي کمپنیو لست چې دغه مقررات باید پلي کړي تر اوسه ندی خپور شوی، خو په هغوی کې به ګوګل، اپل، فیسبوک، امازون او میکروسافت او همداشان ټویټر شامل دي او ښایي ټیک ټاک، زلاندو او بوکینک ډاټ کام، هم شامل وي.