د هرات له زلزله ځپلو سره د اروپايي ټولنې د مرستو یوه بله جوپه کابل ته ورسیدله

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې ماموريت وايي، چې د هرات له زلزله ځپلو سره ددغه ټولنې د مرستو یوه بله جوپه افغانستان ته رسېدلې ده.

دغه ماموریت په خپل ایکس پاڼه کې لیکلې، چې د دغو مرستو لېږدونکې الوتکه تېره شپه، د نومبر ۲۱ (لړم۳۰مه) د کابل نړيوال هوايي ډګر ته ورسېده.

پیغام کې راغلي:"د هرات په زلزلې کې زرګونو افغانانو خپل هرڅه له لاسه ورکړي دي. خو موږ د اړمنو کسانو ترڅنګ لا هم ولاړ یوو. "

د ایټالیا او ایرلنډ دغه مرستې به د روغتيا نړيوال سازمان او د سره صلیب نړیوالې کمیټې په ګډون د مرستندویه سازمانونو وکړل شي چې مستحقو خلکو ته یې ورسوي.

د اروپايي ټولنې د کړکیچ مدیریت، د ملکي خوندیتوب او بشري مرستو کمېشنر یانز لنارچیچ په ایکس ټولنیزه شبکه کې ویلي، چې دغه مرستې به په افغانستان کې د وروستیو زلزلو ځپلو په لاس نیوی کې ډیره مرسته وکړي.

تر دې مخکې، اروپايي ټولنې د اکتوبر په ۳۰مه، د هرات زلزله ځپلو کورنیو ته ۵۷ ټنه کمپلې، د ژمنیو مرستو بستې او خیمې، ۲۰ ټنه درمل او ۱۵ ټنه خوراکي توکي لېږلي وو.

د اکتوبر په اوومه په هرات ولایت کې له لومړۍ زلزلې وروسته، اروپايي ټولنې د ۲.۵ میلیونه یورو په ارزښت د بشري مرستو یوه بسته تصویب کړه، چې پدغه بسته کې د بشري مرستندویه ادارو تمویل او همدارنګه غیر نقدي مرستې شاملې دي.

د اروپا د بشري مرستو او د ملکي وګړو د خوندیتوب ادارې د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې چې د اروپايي ټولنې د بشري مرستو درېیمه الوتکه له دوبۍ څخه هرات ته هم ورسیږي، چې پدې سره د هرات له زلزله ځپلو سره د اروپايي ټولنې مرستې ۴.۵میلیونه یورو ته رسېږي.

د اکټوبر د اوومې او پنځلسمې تر منځ د ريښتر په کچه ۶.۳ درجې، درې قوي زلزلې هرات ولایت او شاوخوا سیمې ولړزولې، چې د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، ۱.۶ میلیونه خلک ورڅخه اغېزمن شوي او لږ تر لږه ۱۱۴زره کسان سمدستي بشري مرستو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې راپور ورکړی چې، د ۱۵۰۰ تنو د مړه کېدو او څه باندې دوه زره نورو ټپي کېدو سربیره، دې طبیعي پیښې له ۶۶زره څخه زیات خلک په مستقیم ډول زیانمن کړي او ۵۱۳ کلي یې اغیزمن کړي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ د دفتر د معلوماتو له مخې، د اکتوبر تر ۲۴مې نېټې پورې له زلزله ځپلو سره د ۲۴.۳میليونه ډالره مرستې ژمنه شوې، خو لا هم نږدې ۶۹ میلیونه ډالره بودیجې ته اړتیا لیدل کیږي.

تر دې وړاندې، ملګرو ملتونو د هغو وګړو د حیاتي او اړینو اړتیاوو د پوره کولو لپاره چې د ژمي په موسم کې تر ټولو زیات اغېزمن کېږي، د ۹۳.۶ میلیونه ډالرو مرستې غوښتنه کړې وه. دا مرستې به د ژغورنې د چټکو فعالیتونو د ترسره کولو او په راتلونکو شپږو میاشتو کې ۱۱۴ زره اړمنو خلکو سره د مرستې لپاره وکارول شي.