اروپايي ټولنې ستنیدونکو افغان کډوالو او زلزله ځپلو سره د ۱۴۳ میلیون یورو مرسته اعلان کړې

افغانستان کې د اروپايي ټولنې دفتر ویلي چې د ۱۴۲.۸ میلیونو یورو دا مرسته به دغه هیواد کې په ځانګړي ډول د ښځو، نجونو، داخلي بې ځایه شویو کورنیو او هغوی چې د بې ځایه کیدو له امله اغیزمن شوي د روغتیا، تغذيي، پوهنې او د څښاک اوبو په برخو کې په مصرف ورسیږي.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې شارژدافیرې میرمن رافائلا یودیچه د شنبې په ورځ ډسمبر دوییم (لیندۍ ۱۱) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یو لنډ ویډیوي پیغام کې ویلي چې دا ټولنه د افغانستان د میرمنو، نارینو او ماشومانو تر څنګ ولاړه ده.

میرمن یودیچه ویلي: "اروپايي ټولنې د مهاجرینو، راستنیدونکو، بې ځایه شویو او د هرات له زلزله ځپلو خلکو سره د لومړنیو اړتیاوو د سمبالولو په برخه کې نږدې ۱۱ میلیارده افغانۍ اضافي بودیجه ځانګړې کړې ده".

اروپايي ټولنې ددغې تازه مرستې دمخه هم افغانستان سره یوازې د روان کال د سټمبر د میاشتې راهیسې د شاوخوا سلو میلیونو یورو مرسته کړې ده.

د اروپايي ټولنې ددې مرستې دمخه د جرمني سفارت د نومبر ۳۰ (لیندۍ نهمه) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې افغانستان کې د هرات ولایت زلزله ځپلو او له پاکستان څخه ستنیدونکو افغان کډوالو ته د مرستو د برابرولو لپاره افغانستان سره د ۶۰ میلیونو یورو مرسته کوي.

دغه سفارت لیکلي: "دا به د بشري اړتیاو په برخه کې د ځواب ویلو بهیر پیاوړی کړي او د هرات زلزلې د قربانیانو کورنۍ او له پاکستان څخه ستنیدونکي افغان کډوال به په سرحد کې ترې ګټه پورته کړي".

اروپايي ټولنې ددغو مرستو اعلان په داسې حال کې کړی چې ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر "اوچا" ویلي چې هرات زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره ۱۷۳ میلیونو ډالرو ته اړتیا ده.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا د نومبر۲۹ (لیندۍ اتم) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې د زلزله ځپلو له ډلې یې تراوسه ۲۴۲۴۰۰ کسانو ته یې مرستې برابرې کړي او ۲۷۵ زره کسانو ته د مرستو د برابرولو لپاره له ۱۷۳ میلیونو ډالرو څخه زیاتو پیسو ته اړتیا لري، خو تراوسه پورې یوازې ۳۷.۵ میلیونه ډالره ترلاسه شوي دي او د تمویل تشه په مخ کې ده.

همداشان د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې له پاکستان څخه د افغانستان سرحد ته د ستنیدونکو یو میلیون افغان کډوالو سره د مرستې لپاره د څه باندې ۲۷ میلیونو ډالرو د بودیجې د کمبود سره مخ دي.

دغه پروګرام د نومبر۲۳ ( لیندۍ دوییم) په یوه اعلامیه کې ویلي چې له پاکستان څخه د افغانستان سرحد ته اکثره ستنیدونکي کورنۍ په ډیرې بې وزلۍ او ناامیدۍ کې ستنیږي چې بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.

ددې اعلامیې له مخې د نومبر میاشت کې د خوړو نړیوال پروګرام په سرحدي سیمو کې شاوخوا ۲۵۰ زرو کسانو سره د خوړو د چمتو کولو په برخه کې مرسته کړې ده.

د بودیجې د کمبود له امله د روان ۲۰۲۳ کال د تیر اګست په میاشت کې د خوړو نړیوال پروګرام دې ته اړ شو چې په افغانستان کې د لسو میلیونو مرستو ته اړو افغانانو سره خپلې مرستې بندې کړي.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته د یوې خوا افغانانو سره د نړیوالې ټولنې مرستې کمې شوي او د بلې خوا د دریو پرله پسې کلنو وچکالۍ او اقتصادي ستونزو له امله په دغه هیواد کې اقتصادي بحران پراخه شوی دی.

ددغو ستونزو ترڅنګ د هرات ولایت کې دریو پرله پسې زلزلو او د زلزلو وروسته له پاکستان او ایران څخه په زیات شمیر د افغان کډوالو شړلو افغانستان کې بشري ناورین لا پراخه کړی دی.

ملګرو ملتونو ویلي چې د هرات ولایت کې د رښتر په کچه ۶.۳ درجې په دریو پرله پسې زلزلو کې له ۱۵۰۰ څخه زیات کسان مړه شوي او له ۲۰۰۰ څخه زیات نور کسان ټپیان شوي دي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې د هرات ولایت په دغو زلزلو کې له۳۳۳۰ څخه زیات کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي، چې اکثریت یې ددغه ولایت د زنده جان په ولسوالۍ کې ویجاړ شوي دي.

د بلې خوا د پاکستان حکومت د اکتوبر د میاشتې په درییمه له دغه هیواد څخه د ۱.۷ میلیونو قانوني اسنادو نلرونکو کډوالو چې ۱.۴ میلیونه یې افغانان دي د ایستلو پریکړه وکړه او دغو کډوالو ته یې د نومبر د میاشتې تر لومړۍ ورځې مهلت ورکړ چې خپلو هیوادونو ته ستانه شي او که نه د ټاکلې نیټې وروسته به ونیول شي او وبه شړل شي.

ملګري ملتونه وايي چې افغانستان د نړۍ په هغو څو هیوادونو کې شامل دی چې په کې شاوخوا شپږ میلیونه په کوردننه بې ځایه شوي کسان ژوند کوي.

ملګري ملتونه وايي تراوسه له پاکستان څخه ۴۱۳۷۰۰ افغان کډوال د تورخم او چمن – سپین بولدک له سرحدي لارو افغانستان ته ستانه شوي دي.

همداشان د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي ایراني رسنیو ته ویلي چې تر ۴۰۰ زرو پورې قانوني اسنادو نلرونکي افغان کډوال یې له خپل هیواد څخه افغانستان ته استولي دي.