اروپايي ټولنه: افغانستان کې دننه د ګواښ لاندې افغانانو د ساتنې لپاره هیڅ کوم بدیل ځای نشته

اروپايي ټولنه وايي چې تیر ۲۰۲۳ کال کې افغانانو په اروپايي هیوادونو کې د پناه غوښتلو لپاره ۱۱۸ زره غوښتنلیکونه سپارلي وو.

د اروپايي ټولنې ۲۷ غړو هیوادونو په متفقه ډول په دغه ټولنه کې د افغانانو د پناه غوښتولو لپاره هغه لارښود تصویب کړی چې دا تائیدوي چې د ښځو او نجونو په ګډون زیانمنوونکي ډلې په افغانستان کې د ځورونې د ګواښ سره مخ دي.

د ریلیف ویب پاڼې د راپور له مخې د پناه غوښتنې په اړه د اروپايي ټولنې د افغانستان د هیواد لارښود ددغې ټولنې د پالیسۍ جووونکو او د پناه غوښتنې د دوسیو د ارزولو مامورینو لپاره د پناه غوښتونکو د غوښتنلیکونو راپورته کولو، ارزونې او همغږۍ په برخه کې د یوې عمده وسیلې په توګه اهمیت لري.

د اروپايي ټولنې د پناه غوښتنې ادارې وروستۍ شمیرې ښيي چې ددغې ټولنې په غړو هیوادونو کې د نړیوال خوندیوب په برخه کې د پناه غوښتونو د شمیر له پلوه افغانان په دوېیمه درجه کې ځای لري.

په دې لارښود کې ویل شوي: "د اروپايي ټولنې د غړو هیوادونو او همدارنګه ددغې ټولنې سره تړلو هیوادونو ارزونه؛ د طالبانو د حاکم حکومت له خوا په دوامدار ډول د افغان میرمنو او نجونو د بشري حقونو او د هغوی د اساسي ازادیو څخه انکار په خپل هیواد کې د ځورونې د ګواښ په توګه پاتې دی".

همدارنګه د ۲۰۲۴ کال د افغانستان د هیواد لارښود دا تائیدوي چې د خوندیتوب روانې هڅې په پراخه کچه نورو زیانمنوونکو ډلو چې د طالبانو له خوا په نښه شوي لکه د پخواني رژیم پخواني کارکوونکي، د بهرنیو ځواکونو افغان همکاران، د طالبانو مخالف مقاومت ګروپونه، د بشري حقونو مدافعان او هغه کسان چې مذهبي، اخلاقي او ټولنیزو معیارونو څخه یې سرغړونې کړي په کې شامل دي.

همداشان یو شمیر مذهبي او قومي اقلیتونه هم د طالبانو او د اسلامي دولت د خراسان د څانګې داعش د ځورونو او جدي ګواښونو سره مخ دي. د افغانستان د هیواد لارښود کې ویل شوي چې ددغه هیواد په هیڅ کومه برخه کې د ګواښ لاندې کسانو او ډلو د ساتنې لپاره کوم بدیل نشته دی.

د افغانانو د پناه غوښتنې وضعیت

ددغه راپور له مخې په تیر ۲۰۲۳ کال کې افغانانو په اروپايي هیوادونو کې د پناه غوښتلو لپاره ۱۱۸ زره غوښتنلیکونه سپارلي وو، چې د شمیر له پلوه تیرکال افغانان په اروپايي هیوادونو کې د پناه غوښتنې په برخه کې په دوېیمه درجه کې ځای لره، چې د ۲۰۲۲ کال پرتله په کې ۱۲ فیصده کموالی لیدل کیږي.

په دې راپور کې ویل شوي: "د ټولو غوښتنلیکونو له هرو پنځو یې له یو څخه زیات غوښتنلیکونه د ښځو له خوا سپارل شوي وو. جرمني د مقصد هیواد په توګه پاتې شوی او د افغان پناه غوښتنکو له دریو برخو څخه زیاتو یې په دغه هیواد کې د اوسیدلو غوښتنه کړې ده".

ددغه راپور له مخې په ۲۰۲۳ کال کې په اروپايي هیوادونو کې د افغانانو غوښتنلیکونو په اړه له ۹۰ زرو څخه زیاتې لومړنۍ پریکړې شوي دي، چې د هرو پنځو څخه درې یې د جرمني او فرانسې له خوا ترسره شوي دي.

په دې راپور کې ویل شوي چې د افغانانو د پیژندګلوۍ کچه ۵۵٪ فیصده (چې نیمايي کسان د کډوالو په توګه منل شوي دي).

ددغه راپور له مخې د روان ۲۰۲۴ کال د جنورۍ د میاشتې په پاې کې په اروپايي هیوادونو کې د ۷۲ زرو افغانانو غوښتنلیکونه تر غور لاندې وو.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیارسیدلو وروسته په سلګونو زره افغانستان د طالبانو د رژیم د غچ او نورو اندیښنو له امله له دغه هیواد څخه بهرنیو هیوادونو ته کډه شوي دي.

د ایران او پاکستان سربیره چې په تیرو نږدې دریو کلنو کې ورته نږدې دوه میلیونه افغان کډوالو کډه کړې، په سلګونو زره نورو افغانانو ترکیې او د لودیځې اروپا هیوادونو، امریکا، کاناډا او بریتانیا ته کډه کړې ده.

په دې شمیر کې هغه په زرګونو افغانان هم شامل دي چې د لودیځو هیوادونو له خوا د تخلیې د پروګرامونو په لړ کې له افغانستان او ددغه هیواد له ګاونډیو هیوادونو څخه انتقال شوي دي.