اروپایي اتحادیې دننه په افغانستان کې خپل حضور تائید کړ

اروپایي اتحادیې نن جمعه جنوري ۲۱(سلواغې۱) تائید کړه چې په افغانستان کې خپل دپلوماتیک شتون بیا پیل کوي، خو تر څنګ یې پدې هم ټینګار کړی چې دا د طالبانو د حکومت د رسمیت پیژندلو په معنا ندي.

د اروپایي کمیسیون ویاند پیترو ستانو په افغانستان کې د دې اتحادیې د فعالیت په هکله وویل، "اروپایي اتحادیې د بشري وضعیت د څار او بشري مرستو په لیږد کې د آسانتیا لپاره د نړیوالو دیپلوماتانو بیا ځای پر ځای کوونه پیل کړې".

دا د تیر کال د اګست د میاشتې راهیسې چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسیدلي، لومړي ځل دی چې غربي هیوادونه په افغانستان کې د خپل بیا حضور خبر ورکوي.

سره لدې چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي اروپایي اتحادیې په افغانستان کې خپل سفارت پرانیستی او په عملي توګه یې خپل فعالیت پیل کړی خو د دې اتحادیې ویاند یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د فعالیت پیل کول باید د طالبانو په رسمیت پیژندل ونه بلل شي.

ښاغلي ستانو وویل، "په کابل کې زمونږ دا لږ حضور باید په هیڅ ډول په رسمیت پیژندل ونه بلل شي. مونږ دا خبره په ښکاره توګه اوسینو چارواکو ته هم کړې".

اروپایي اتحادیه په داسې حال کې په افغانستان کې خپل حضور تائیدوي چې ناروې د جمعې په ورځ جنوري ۲۱ (سلواغې۱) وویل چې د افغانستان په هکله نړیواله غونډه ترتیبوي او طالبانو ته یې هم پکې د ګډون بلنه ورکړې.

د طالبانو حکومت تر اوسه هیڅ کومې نړیوالې ادارې یا هیواد په رسمیت ندی پیژندلی او نړیواله ټولنه پدې هلو ځلو کې ده چې څنګه طالبان په رسمیت ونه پیژني او په افغانستان کې د بشري ناورین چاره وکاندي.