اروپایي ټولنه: په ځانګړو شرایطو کې کیدای شي حجاب منع شي

د اروپایي ټولنې یوې عالي محکمې ویلي دي چې د اروپایي ټولنې شرکتونه کولای شي په ځانګړو شرایطو کې او مشتریانو ته د ناپیلتوب د څرګندولو لپاره د خپلو کارکوونکو د حجاب یا ټکري د اغوستلو مانع شي.

په لوکزامبورګ کې میشت د اروپایي ټولنې عالي محکمې د پنجشنبې په ورځ جولای ۱۵ (چنګاښ ۲۴) دغه حکم په جرمني کې د دوو مسلمانو ښځو د قضیې په هکله چې د حجاب اغوستلو په وجه بیکاره کړای شوی دي، صادر کړ.

د کلونو راهیسې د حجاب مسلې په اروپا کې اختلاف پیدا کړی او پدې قضیه کې یوه ښځه د هامبورګ د ماشومانو د ساتنې د یو مرکز څخه او یو بله ښځه د میولر د درملتونونو له لړۍ څخه هغه وخت له کاره وایستل شوې چې پدې شرکتونو کې د کار د پیل څخه څو کاله وروسته یې د حجاب اغوستلو تصمیم ونیو.

د محکمې په اسنادو کې ویل شوي چې لومړی ورته ویل شوي وو چې د حجاب اغوستل ته اجازه نشته او بیا یې کار وځنډول شو. هغوی ته همداشان ویل شوي چې یا له ټکري پرته راشئ او یا ځانته بل کار پیدا کړئ.

محکمې باید تصمیم نیولی وای چې آیا د کار په ځای کې د حجاب منع کول د دین د ازادۍ د نقض کولو په معنی دي یا د تجارت د ازادۍ او مشتریانو ته د ناپیلتوب د څرکندولو یوه برخه ده.

خو محکمې حکم وکړ چې د شرکتونو د توجیه په صورت کې د ناپیلتوب د څرګندولو د تصویر د وړاندې کولو لپاره دا ډول بندیز مجاز دی.

د محکمې په حکم کې راغلي: "د کار په ځای کې د هر هغه څیز ممنوعیت چې د سیاسي، فلسفي او یا مذهبي عقایدو بیانونکي وي ښایي د استخدامونکي د اړتیا په دلیل مشتریانو ته د ناپیلتوب د ښوولو او یا د ټولنیزو اختلافاتو د مخنیوي لپاره توجیه شي."

په حکم کې همداشا راغلي چې دغه توجیه باید د استخدام کوونکي د واقعي اړتیا سره مطابقت ولري.

په دواړږو مواردو کې ددې محکمې حکم نهایي ندی او ملي محکمې باید وروستی تصمیم ونیسي.

له دې څخه دمخه هم د اروپایي ټولنې محکمې په ۲۰۱۷ کال کې حکم کړی و چې شرکتونه کولای شي د خاصو شرایطو په اساس د کارکوونکو د اسلامي حجاب او نورو مذهبي نښو نښانو د اغوستلو مانع شي؛ هغه حکم چې یو لړ اعتراضونه پرې شوي دي.

نورو اروپایي هیوادونو هم د کار په ځای کې د حجاب په اړوند اقدامات کړي دي.

د فرانسې عالي محکمې په ۲۰۱۴ کې د یو وړوکتون د مسلمانې کارکوونکې ګوښه کول د کار په ځای کې د ټیکري په سر کولو په خاطر پدې دلیل چې خصوصي وړوکتون د کارکوونکو د سخت ناپیلتوب غوښتنه کوله، تائید کړل.

فرانسه چې د بل هر اروپایي هیواد په پرتله زیات مسلمان اتباع لري، همداشان یې په ۲۰۰۴ کې په مکتبونو کې د اسلامي حجاب اغوستل منع کړل.

خو د اتریش د اساسي قانون محکمې پدې وروستیو کې د لس کاله عمر لاندې عمر لرونکو نجونو د حجاب اغوستلو د منع کولو قانون یې توپیري کار وباله او د هغه پر ضد یې حکم صادر کړ.