د فئسبوک رئیس د اروپا پارلمان ته وویل، 'ما وبخښئ'

یو کس د می په ۲۲مه د اروپايي پارلمان مخې ته د فئسبوک د جعلي صفحو پرضد مظاهره وکړه

مارک زکربرګ دارنګه ویلي چې د فئسبوک شرکت د خپلو کارونکو د معلوماتو د خوندیتوب لپاره کار پیل کړې دی.

د فیسبوک مسؤلانو د سه شنبې (می۲۲) په ورځ د اروپا پارلمان ته په وینا کې د فیسبوک د یو شمیر کارونکو د اطلاعاتو د غلا کېدو له امله بخښنه وغوښته. دوئ ومنله چې ددغو معلوماتو په خوندي ساتلو کې پاتې راغلي وو.

مارک زکربرګ په بروکسل کې د می په ۲۲ د اروپا پارلمان ته د وینا په وخت کې

مارک زکربرګ په بروکسل کې دا وضاحت ورکړ او د اروپايي اتحادیې د پارلمان په تلویزوني چینل مستقیم خپریدو. په ۲۰۱۶ کال کې د کامبرج انالیتیکا په نوم یو مشورتي شرکت د فئسبوک د شاوخوا اووه اتیا میلیونه کارونکو معلومات اخستي وو. پدې موضوع ښاغلي زکربرګ د امریکا کانګرس ته د تیرې اپریل په میاشت کې نژدې اته ساعته معلومات ورکړل او سختې انتقادي پوښتنې تری وشوې.

زکربرګ د چهارشنبې په ورځ (می۲۳) په پاریس کې د ورته پوښتنو سره مخامخیږي او د ولسمشر ایمانویل مکرون سره به هم لیدنه وکړي.